+ -

عَنْ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ:
أَنَّهُ جَاءَ إِلَى الحَجَرِ الأَسْوَدِ فَقَبَّلَهُ، فَقَالَ: إِنِّي أَعْلَمُ أَنَّكَ حَجَرٌ، لاَ تَضُرُّ وَلاَ تَنْفَعُ، وَلَوْلاَ أَنِّي رَأَيْتُ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يُقَبِّلُكَ مَا قَبَّلْتُكَ.

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 1597]
المزيــد ...

دا ژباړه بیا لیدنې او کره کتنې ته اړتیا لري.

له عمر رضي الله عنه څخه روایت دی چې:
هغه د حجر الأسود خواته لاړ او هغه یې ښکول کړ، بیا یې وویل: زه پوهېږم چې ته یوه ډبره یې، نه زیان رسولی شي او نه ګټه، که ما رسول ﷺ نه وای لیدلی چې ته یې ښکوله کړي یې ما به ته نه وې ښکل کړې».

[صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح بخاري - 1597]

تشریح

امیر المؤمنین عمر بن الخطاب رضي الله عنه د کعبې په زاویه کې حجر الأسود ته ورغی او ښکول یې کړ، بیا یې وویل: «زه پوهېږم چې ته یوه ډبره یې، نه ته زیان رسولی شي او نه ګټه، که چېرې ما رسول ﷺ نه وای لیدلي چې ته یې ښکول کړې یې ما به ته نه وي ښکل کړې.

د حديث له ګټو څخه

  1. د حجر الأسود ښکلول د طواف کوونکو لپاره جواز لري، خو یوازې هغه وخت کله چې د طواف پر مهال دې ډبرې ته په اسانۍ سره د لاس رسي امکان وي.
  2. د حجر الأسود له ښکلول موخه دا ده چې د رسول الله ﷺ د عمل پیروي وشي.
  3. نووي وایي: مطلب یې دا دی چې ډبره پخپله نه توان لري چې ګټه ورسوي او یا زیان، او دا یوه مخلوق ډبره ده لکه د نورو مخلوقاتو، چې نه ګټه لري او نه زیان، عمر رضي الله عنه دا خبره په موسم (حج کې) په ډاګه کړه، څو په مختلفو سیمو کې خلک خبر شي او د موسم خلک ترې دا خبره زده کړي.
  4. عبادتونه توقیفي دي؛ یعنې یوازې هغه عبادتونه جواز لري چې الله تعالی او د هغه رسول ﷺ یې اجازه ورکړې وي.
  5. کله چې عبادت صحيح وي عمل پرې کېږي، که څه هم حکمت یې معلوم نه وي؛ ځکه د هغې د ترسره کولو له لارې د خلکو اطاعت او پیروي هم د مقصود حکمت یوه برخه ده.
  6. د هغه څه د ښکلولو ممانعت چې شریعت کې یې د ښکلولو یادونه نه وي شوي لکه ډبرې او نور شيان.
ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تايلندي آسامي امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي دري رومانیایي ژباړه هنګري ملاګاسي اوکراني الجورجية المقدونية الخميرية الماراثية
د ژباړو کتنه
نور