څوک چې د الله لپاره حج وکړي، فحشا او بد اخلاقي و نه کړي، نو له حج څخه د راګرځېدو پر مهال به له ګناه څخه داسې پاک شي لکه په کومه ورځ چې مور زیږولی و
هېڅ داسې ورځې نشته چې نېک عمل پکې الله جل جلاله ته لدې ورځو څخه زیات محبوب وي، یعنې (د ذی الحجې) لس ورځې
زما پدې جومات کې یو لمونځ په نورو جوماتونو کې له زرو لمونځونو څخه غوره دی پرته له مسجد الحرام (بیت الله ) څخه
اې د الله رسوله، موږ خو جهاد غوره عمل ګڼو، نو آیا جهاد ونه کړو؟ هغه وفرمايل: «لَا، لَكُنَّ أَفْضَلُ الجِهَادِ: حَجٌّ مَبْرُورٌ». «نه، بلکې تر ټولو غوره جهاد مبرور - قبول شوی - حج دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم دوه برګ ښکرور پسونه قرباني کړل، په خپل لاس یې حلال کړل، بسم الله او الله اکبر یې پرې وویل، او خپله پښه یې د هغوی دواړو په ورمېږونو کېښودله
حج او عمره یو بل پسې ادا کړئ، ځکه چې دا دواړه فقر او ګناهونه داسې لرې کوي لکه څنګه چې (د پښ پو شوی اور ) د اوسپنې، سرو زرو او سپینو زرو ناپاکي لرې کوي او قبول شوی حج له جنت پرته بله بدله نه لري
زه پوهېږم چې ته یوه ډبره یې، نه زیان رسولی شي او نه ګټه، که ما رسول ﷺ نه وای لیدلی چې ته یې ښکل کړي یې ما به ته نه وې ښکل کړې
د رسول الله صلی الله علیه وسلم تلبیه وه: «لَبَّيْكَ اللهُمَّ، لَبَّيْكَ، لَبَّيْكَ لَا شَرِيكَ لَكَ لَبَّيْكَ، إِنَّ الْحَمْدَ وَالنِّعْمَةَ لَكَ وَالْمُلْكَ لَا شَرِيكَ لَكَ
څوک چې د قربانۍ لپاره څاروی ولري، نو کله چې د ذی الحجې میاشت ولیدل شي، نو د قرباني کولو پورې دې خپل وېښتان او نوکان نه پرې کوي