+ -

عَنْ عَائِشَةَ أُمِّ المُؤْمِنِينَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا أَنَّهَا قَالَتْ:
يَا رَسُولَ اللَّهِ، نَرَى الجِهَادَ أَفْضَلَ العَمَلِ، أَفَلاَ نُجَاهِدُ؟ قَالَ: «لَا، لَكُنَّ أَفْضَلُ الجِهَادِ: حَجٌّ مَبْرُورٌ».

[صحيح] - [رواه البخاري] - [صحيح البخاري: 1520]
المزيــد ...

له أم المؤمنین عایشې رضی الله عنها څخه روایت دی هغې وفرمایل:
اې د الله رسوله، موږ خو جهاد غوره عمل ګڼو، نو آیا جهاد ونه کړو؟ هغه وفرمايل: «لَا، لَكُنَّ أَفْضَلُ الجِهَادِ: حَجٌّ مَبْرُورٌ». «نه، بلکې تر ټولو غوره جهاد مبرور - قبول شوی - حج ​​دی».

[صحيح] - [بخاري روايت کړی دی] - [صحیح بخاري - 1520]

تشریح

صحابه کرامو رضی الله عنهم به د الله په لار کې جهاد او له دښمنانو سره جګړه کول له غوره عملونو څخه ګڼل، نو عائشې رضی الله عنها له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه چې دوي باید جهاد وکړي؟
نو رسول الله صلی الله علیه وسلم دوي ته د غوره جهاد لارښوونه وکړه چې هغه مبرور یعنې قبول شوی حج دی، کوم چې د قرآن او سنت مطابق وي او له ګناه او ځان ښودنې څخه پاک وي.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي اویغوري ژبه بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تايلندي آسامي سويډني امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي قرغیزي نیپالي یوروبایي دري صومالیایي رومانیایي ژباړه ملاګاسي اورومي ژباړه
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. جهاد د نارینه وو لپاره یو له غوره عملونو څخه دی.
  2. د ښځو لپاره حج تر جهاد غوره دی او د هغوی لپاره له غوره عملونو څخه دی.
  3. کار د غوره والي او تفاوت په لحاظ عامل پورې اړه لري.
  4. حج ته ځکه جهاد وایي چې دا د نفس سره جهاد دی، د مال په لګښت او د بدن په پیاوړتیا سره کیږي، نو دا یو بدني او مالي عبادت دی، لکه د الله په لار کې جهاد.