+ -

عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ مَسْعُودٍ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«تَابِعُوا بَيْنَ الحَجِّ وَالعُمْرَةِ، فَإِنَّهُمَا يَنْفِيَانِ الفَقْرَ وَالذُّنُوبَ كَمَا يَنْفِي الكِيرُ خَبَثَ الحَدِيدِ، وَالذَّهَبِ، وَالفِضَّةِ، وَلَيْسَ لِلْحَجَّةِ الْمَبْرُورَةِ ثَوَابٌ إِلاَّ الجَنَّةُ».

[صحيح] - [رواه الترمذي والنسائي وأحمد] - [سنن الترمذي: 810]
المزيــد ...

دا ژباړه بیا لیدنې او کره کتنې ته اړتیا لري.

له عبدالله بن مسعود رضی الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
"حج او عمره پرله پسې ادا کړئ، ځکه چې دا دواړه فقر او ګناهونه داسې لرې کوي لکه څنګه چې (د پښ پو شوی اور ) د اوسپنې، سرو زرو او سپینو زرو ناپاکي لرې کوي او قبول شوی حج له جنت پرته بله بدله نه لري".

[صحيح] - [رواه الترمذي والنسائي وأحمد] - [سنن ترمذی - 810]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم ژر ژر د حج او عمرې، یو د بل پسې پر ادا کولو ټېنګار کوي او دا چې څوک یې وس لري نو باید پرېکون پکې را نه ولي، ځکه چې ادا کول یې په داسې ډول د فقر، ګناهونو او پر زړه د ګناهونو د اغیزو د لرې کېدو لامل ګرځي لکه څنګه چې د اور پو کول د اوسپنې او هغو معدنیاتو څخه زنګ او نور توکي لرې کوي چې له جنسه یې نه وي.

د حديث له ګټو څخه

  1. په پرله پسې ډول د حج او عمرې د ادا کولو فضیلت او پرې ټېنګار.
  2. د حج او عمرې ادا کول د شتمنۍ او د ګناهونو د بخښنې له لاملونو څخه دي.
  3. مبارکفوري ویلي چې د (ينفيان الفقر) معنا دا ده چې غریبي له منځه وړي، نو کیدی شي د لاس په شتمن کېدو سره ظاهري فقر او د زړه په شتمن کېدو سره باطني فقر له منځه تلل مراد وي.
ژباړه: انګلیسي اندونیسیایي بنګالي سنیګالي ژبه ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تايلندي آسامي امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي دري رومانیایي ژباړه هنګري الموري اوکراني الجورجية المقدونية الخميرية الماراثية
د ژباړو کتنه