عن أبي هريرة رضي الله عنه قال: سمعت النبي صلى الله عليه وسلم يقول:
«مَنْ حَجَّ لِلهِ فَلَمْ يَرْفُثْ وَلَمْ يَفْسُقْ رَجَعَ كَيَوْمِ وَلَدَتْهُ أُمُّهُ».

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 1521]
المزيــد ...

له ابوهریرة - رضي الله عنه - څخه روایت دی فرمایي: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي دي چې فرمایل یې:
«څوک چې د الله لپاره حج وکړي، فحشا او بد اخلاقي و نه کړي، نو له حج څخه د راګرځېدو پر مهال به له ګناه څخه داسې پاک شي لکه په کومه ورځ چې مور زیږولی و».

[صحيح دی] - [متفق علیه دی] - [صحيح البخاري - 1521]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: چا چې د الله لپاره حج وکړ او له رفث څخه یې ځان وساته، چې رفث کوروالي او د کوروالي مقدماتو ته وایي لکه مچې اخیستل او یا لوبې کول، رفث بدې وینا ته هم ویل کیږي، او د ګناهونو او بدیو په کولو سره فسق یې ونکړ، او له فسق څخه په احرام کې د منع شوو کارونو کول هم دي، نو له حج څخه به بخښل شوی راوګرځي، لکه څرنګه چې یو ماشوم له ګناه څخه پاک زیږیږي.

د حديث له ګټو څخه

  1. د الله تعالی نافرماني که څه هم په هر حال کې ناروا ده، خو په حج کې یې د حج مناسکو ته د درناوي په خاطر په حرمت لا زیات ټینګار شوی دی.
  2. انسان له ګناه څخه پاک زیږول کیږي، نو هغه د بل چا ګناه پر غاړه نه اخلي.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (67)