+ -

عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رضي الله عنهما قَالَ:
قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لِامْرَأَةٍ مِنَ الْأَنْصَارِ سَمَّاهَا ابْنُ عَبَّاسٍ فَنَسِيتُ اسْمَهَا: «مَا مَنَعَكِ أَنْ تَحُجِّي مَعَنَا؟» قَالَتْ: لَمْ يَكُنْ لَنَا إِلَّا نَاضِحَانِ فَحَجَّ أَبُو وَلَدِهَا وَابْنُهَا عَلَى نَاضِحٍ وَتَرَكَ لَنَا نَاضِحًا نَنْضِحُ عَلَيْهِ، قَالَ: «فَإِذَا جَاءَ رَمَضَانُ فَاعْتَمِرِي، فَإِنَّ عُمْرَةً فِيهِ تَعْدِلُ حَجَّةً».

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح مسلم: 1256]
المزيــد ...

له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی وایي چې:
رسول الله صلى الله عليه وسلم د انصارو يوې ښځې ته وفرمایل چې ابن عباس یې نوم واخیست او زما څخه یې نوم هېر شو: «مَا مَنَعَكِ أَنْ تَحُجِّي مَعَنَا؟». « څه شي منع کړې چې زموږ سره حج وکړې؟» هغې وویل: موږ یوازې دوه اوښان درلودل نو خاوند او زوي یې په یوه اوښ حج ته لاړل او بله اوښه یې موږ ته پرېښوده چې اوبه پرې راوړو، هغه وفرمایل: «فَإِذَا جَاءَ رَمَضَانُ فَاعْتَمِرِي، فَإِنَّ عُمْرَةً فِيهِ تَعْدِلُ حَجَّةً». «کله چې رمضان راشي، نو عمره وکړه، ځکه په رمضان کې عمره (په ثواب کې) د حج سره برابره ده».

[صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح مسلم - 1256]

تشریح

کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له حجة الوداع څخه راستون شو نو یوې انصارۍ ښځې ته یې وویل چې حج یې نه و کړی: څه شي منع کړې چې موږ سره حج وکړې؟
نو هغې عذر وړاندې کړ چې دوي دوه اوښان درلودل، نو خاوند او زوي یې په یوه باندې حج وکړ او بل یې له څاه څخه د اوبو راوېستلو لپاره پرېښود.
نو رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکړ چې د رمضان په میاشت کې عمرې ثواب د حج له ثواب سره برابره دی.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي اویغوري ژبه بنګالي فرانسوي ترکي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تايلندي آسامي سويډني امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي قرغیزي نیپالي یوروبایي دري صومالیایي رومانیایي ژباړه ملاګاسي اورومي ژباړه
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د روژې په میاشت کې د عمرې فضیلت.
  2. په رمضان کې عمره د ثواب په لحاظ له حج سره برابره ده، نه دا چې د حج فرضيت پرې ساقطیږي.
  3. د عملونو ثواب د وخت فضیلت ته په لیدو زیاتیږي، چې له دې څخه د رمضان په میاشت کې عملونه دي.