+ -

عن سعد بن عبادة رضي الله عنه أنه قال:
يَا رَسُولَ اللَّهِ، إِنَّ أُمَّ سَعْدٍ مَاتَتْ، فَأَيُّ الصَّدَقَةِ أَفْضَلُ؟، قَالَ: «الْمَاءُ»، قَالَ: فَحَفَرَ بِئْرًا، وَقَالَ: هَذِهِ لِأُمِّ سَعْدٍ.

[حسن بمجموع طرقه] - [رواه أبو داود والنسائي وابن ماجه] - [سنن أبي داود: 1681]
المزيــد ...

له سعد بن عباده رضي الله عنه څخه روایت دی چې فرمایي:
اې د الله رسوله! د سعد مور وفات شوې ده، نو کومه صدقه غوره ده؟، هغه وفرمایل: «اوبه»، وایي: نو څاه یې وکېندله، او ویې ویل: دا د سعد د مور ده.

- [ابوداود روايت کړی دی] - [سنن أبو داود - 1681]

تشریح

د سعد بن عبادة رضي الله عنه مور وفات شوه، نو له پېغمبر صلی الله علیه وسلم څخه یې پوښتنه وکړه چې تر ټولو غوره صدقه کومه یوه ده چې د خپلې مور پسې یې وکړي؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکړ چې تر ټولو غوره صدقه اوبه دي، نو څاه یې وکېندله او د خپل مور پسې ئې صدقه وګرځوله.

ژباړه: اندونیسیایي سنیګالي ژبه ویتنامي ژبه تګالوګ هوساوي ژبه سواحيلي ژبه آسامي امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د دې خبرې بیان چې اوبه تر ټولو غوره صدقه ده.
  2. رسول الله صلی الله علیه وسلم سعد ته لارښوونه وکړه چې اوبه خیرات کړي؛ ځکه چې ګټه یې په دیني او دنیوي چارو کې عامه ده، او د زیاتې ګرمۍ، اړتیا او د اوبو د کموالي له امله.
  3. د دې خبرې ثبوت چې د صدقې اجر مړو ته رسېږي.
  4. د سعد بن عبادة رضي الله عنه نیکي له خپلې مور سره.