+ -

عَنِ العَبَّاسِ بْنِ عَبْدِ الْمُطَّلِبِ رَضيَ اللهُ عنهُ قَالَ:
قُلْتُ: يَا رَسُولَ اللهِ، عَلِّمْنِي شَيْئًا أَسْأَلُهُ اللَّهَ عَزَّ وَجَلَّ. قَالَ: «سَلِ اللَّهَ العَافِيَةَ»، فَمَكَثْتُ أَيَّامًا ثُمَّ جِئْتُ فَقُلْتُ: يَا رَسُولَ اللهِ، عَلِّمْنِي شَيْئًا أَسْأَلُهُ اللَّهَ. فَقَالَ لِي: «يَا عَبَّاسُ، يَا عَمَّ رَسُولِ اللهِ، سَلِ اللَّهَ العَافِيَةَ فِي الدُّنْيَا وَالآخِرَةِ».

[صحيح لغيره] - [رواه الترمذي وأحمد] - [سنن الترمذي: 3514]
المزيــد ...

د عباس بن عبد المطلب رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې:
ما وویل: ای د الله رسوله! ماته داسې څه راوښیه چې زه یې له الله تعالی څخه وغواړم. هغه وویل: «سَلِ اللَّهَ العَافِيَةَ» «له الله تعالی څخه د سلامتیا سوال وکړه»، څو ورځې مې تېرې کړې بیا ورته راغلم، نو ومې ویل: اې د الله رسوله! ماته داسې څه راوښیه چې زه یې له الله تعالی څخه وغواړم، نو هغه راته وفرمایل «يَا عَبَّاسُ، يَا عَمَّ رَسُولِ اللهِ، سَلِ اللَّهَ العَافِيَةَ فِي الدُّنْيَا وَالآخِرَةِ».« اې عباسه، اې د رسول الله صلی الله علیه وسلم تره، له الله تعالی څخه د دنیا او آخرت خېر او سلامتیا وغواړه».

[صحيح لغيره] - [ترمذی روایت کړی دی - احمد روايت کړی دی] - [سنن ترمذی - 3514]

تشریح

د رسول الله صلی الله علیه وسلم تره عباس بن عبدالمطلب رضي الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه وغوښتل چې هغه ته د الله تعالی څخه د سوال کولو لپاره یوه دعا ور زده کړي. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته دا دعا ورزده کړه چې له الله تعالی څخه په دین، دنیا او آخرت کې له آفتونو او عیبونو څخه د سلامتیا سوال وکړي، عباس وایي: له څو ورځو وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم ته بیا ور وګرځېدم او ورڅخه مې وغوښتل چې یوه دعا راوښیي چې له الله تعالی څخه یې وغواړم، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: اې عباسه، اې د رسول الله صلی الله علیه وسلم تره، له الله تعالی څخه د عافیت غوښتنه وکړه، چې په دنیا او آخرت کې هر شر درڅخه دفع کړي او هر خېر دې نصیب کړي.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه ملیالمي ژبه سواحيلي ژبه آسامي امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. رسول الله صلی الله علیه وسلم د عباس رضي الله عنه څخه د دویم ځل پوښتنه کولو پر مهال د همدغه ځواب تکرارول په دې دلالت کوي چې د یو بنده له خپل رب څخه د خیر غوښتنه تر ټولو غوره دعا ده چې ترې یې وغواړي.
  2. د سلامتیا د فضیلت بیان او دا چې دا د دنیا او آخرت نیکمرغي راوړي.
  3. صحابه کرام رضی الله عنهم د علم او نیکۍ زیاتولو ته ډېر لېواله وو.