+ -

عَنْ أَنَسٍ رَضيَ اللهُ عنهُ قَالَ:
ضَحَّى النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بِكَبْشَيْنِ أَمْلَحَيْنِ أَقْرَنَيْنِ، ذَبَحَهُمَا بِيَدِهِ، وَسَمَّى وَكَبَّرَ، وَوَضَعَ رِجْلَهُ عَلَى صِفَاحِهِمَا.

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 5565]
المزيــد ...

له انس رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې:
رسول الله صلی الله علیه وسلم دوه برګ ښکرور پسونه قرباني کړل، په خپل لاس یې حلال کړل، بسم الله او الله اکبر یې پرې وویل، او خپله پښه یې د هغوی دواړو په ورمېږونو کېښودله.

[صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح بخاري - 5565]

تشریح

انس رضي الله عنه فرمایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د لوی اختر په ورځ په خپل لاس دوه نر ښکرور برګ پسونه قرباني کړل، هغه چې رنګ یې تور او سپین سره ګډ وي او ویې ویل: بسم الله و الله اکبر، او خپله پښه یې د هغوی په ورمېږونو کېښوده.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي اویغوري ژبه بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه سواحيلي ژبه آسامي امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د قربانۍ مشروعیت او پدې کې د مسلمانانو اجماع ده.
  2. د قربانۍ لپاره غوره هغه ډول وي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم کړې ده؛ د هغې د ښکلا، ښایسته غوښې او وازګې له امله.
  3. نووي وایي: پدې کې په دې خبره دلیل دی چی یو سړی کولی شي خپله قرباني په خپله وکړي او له عذر پرته یې په بل چا ونه کړي او که یې (د عذر له امله) په بل چا کوله نو د حلالې پر مهال باید خپله حاضر وي، او که پر ځای یې بل مسلمان ورته حلاله وکړه نو پرته له اختلافه چې روا ده.
  4. ابن حجر وايي: په دې کې په دې خبره دلیل دی چې د ذبحې پر مهال د بسم الله او الله اکبر ويل مستحب دي او دا هم مستحب دي چې د حلالې پر مهال د قربانۍ د ورمېږ په ښي اړخ پښه کېښودل شي او پدې یې هم سره سلا کړې چې قرباني باید په چپ اړخ څملول شي او خپله پښه دې د ورمیږ په ښي طرف کېښودل شي، تر څو حلالوونکي ته اسانه شي چې چاړه په ښي لاس او د قربانۍ سر په چپ لاس ونیسي.
  5. د ښکرور څاروي قرباني کول مستحب دي او په نورو هم قرباني جایز ده.