عَن أُمِّ سَلَمَةَ أُمِّ المُؤْمِنينَ زَوْجِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ رضي الله عنها قَالت: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«مَنْ كَانَ لَهُ ذِبْحٌ يَذْبَحُهُ فَإِذَا أُهِلَّ هِلَالُ ذِي الْحِجَّةِ، فَلَا يَأْخُذَنَّ مِنْ شَعْرِهِ، وَلَا مِنْ أَظْفَارِهِ شَيْئًا حَتَّى يُضَحِّيَ».
[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 1977]
المزيــد ...
د رسول الله صلی الله علیه وسلم له مېرمن؛ أم المؤمنین ام سلمه رضی الله عنها څخه روایت دی هغې ویلي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
"څوک چې د قربانۍ لپاره څاروی ولري، نو کله چې د ذی الحجې میاشت ولیدل شي، نو د قرباني کولو پورې دې خپل ویښتان او نوکان نه پرې کوي."
[صحيح] - [مسلم روايت کړی دی] - [صحیح مسلم - 1977]
نبي صلی الله علیه وسلم هغه چا ته امر کړی چې د قربانۍ کولو اراده یې کړي وي چې د ذی الحجې د میاشتې له راښکاره کېدو وروسته دې د خپل سر، تخرګ، بریتونو او نورو ځایونو ویښتان نه اخلي او نه دې د لاسونو او پښو نوکان پرې کوي، تر څو یې چې قرباني نه وي کړي.