عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«لَا تَصْحَبُ الْمَلَائِكَةُ رُفْقَةً فِيهَا كَلْبٌ وَلَا جَرَسٌ».

[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 2113]
المزيــد ...

له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
"ملاېکې له هغه ټولي سره ملګرتیا نه کوي چې سپی یا ګونګرو (زنګ) وي پکې".

[صحيح دی] - [مسلم روايت کړی دی] - [صحيح مسلم - 2113]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې ملائکې په سفر کې له هغه ټولي سره ملګرتیا نه کوي چې سپی او یا هغه زنګ پکې وي چې د ژوو په غاړو کې ځوړندیږي او د حرکت پر مهال کړنګیږي.

د حديث له ګټو څخه

  1. د سپي ساتلو حراموالی، پرته له هغه سپي نه چې د ښکار او یا پېرې لپاره وي.
  2. هغه پرښتې چې له ملتیا څخه ډډه کوي د رحمت پرښتې دي او کومې چې ساتونکي (حفظة) پريښتې دي نو هغوی په سفر او اقامت دواړو کې له بندګانو نه جلا کیږي.
  3. د زنګ (ګونګرو) ممانعت، ځکه چې دا د شیطان له شپېلیو څخه دی او د عیسویانو زنګ ته ورته دی.
  4. مسلمان باید له هر هغه څه څخه لیرې پاتې شي چې ملائکې ترې لرې کیږي.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (54)