+ -

عَنْ عَبْدِ الرَّحْمَنِ بْنِ سَمُرَةَ رضي الله عنه قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«لَا تَحْلِفُوا بِالطَّوَاغِي، وَلَا بِآبَائِكُمْ».

[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 1648]
المزيــد ...

له عبدالرحمن بن سمره رضی الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«لَا تَحْلِفُوا بِالطَّوَاغِي، وَلَا بِآبَائِكُمْ». " په بُتانو او خپلو پلرونو قسم مه کوئ".

[صحيح] - [مسلم روايت کړی دی] - [صحیح مسلم - 1648]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم پر طواغی (بُتانو) له قسم کولو څخه منع فرمایلې ده، او طواغي د طاغیة جمع ده، او دا هغه بُتان دي چې مشرکانو به یې له الله جل جلاله پرته عبادت کاوه، او همدا یې د ګمراهۍ او کفر لامل وګرځېدل، همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم په پلرونو له قسم کولو څخه منع کړې ده؛ دا په جاهلیت کې د عربو عادت و چې په پلرونو به یې د ویاړ او تعظیم له مخې سوګند کاوه.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي اویغوري ژبه بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه سواحيلي ژبه آسامي امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي نیپالي
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. له الله تعالی، د هغه له نومونو او صفتونو پرته قسم کول جایز نه دي.
  2. پر طاغوتانو، پلرونو، مشرانو، بُتانو او دې ورته هر باطل شي باندې قسم کول حرام دي.
  3. له الله پرته پر بل څه قسم خوړل کوچنی شرک دی او کله لوی شرک هم ګرځي چې په زړه کې یې تعظیم وکړي او دومره تعظیم یې وکړي لکه څومره چې د الله جل جلاله کوي او یا دا چې په یو څه عبادت کولو یې عقیده ولري.
نور