+ -

عَنْ بُرَيْدَةَ رضي الله عنه قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«مَنْ حَلَفَ بِالْأَمَانَةِ فَلَيْسَ مِنَّا».

[صحيح] - [رواه أبو داود وأحمد] - [سنن أبي داود: 3253]
المزيــد ...

له بریدة رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«مَنْ حَلَفَ بِالْأَمَانَةِ فَلَيْسَ مِنَّا». «چا چې په امانت قسم وکړ؛ هغه زمونږ له ډلې څخه نه دی».

[صحيح] - - [سنن أبو داود - 3253]

تشریح

رسول الله صلى الله عليه وسلم پر امانت له قسم خوړلو څخه منع فرمایلې او اخطار یې ورکړى چې څوک دا کار کوي له موږ څخه نه دى.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي اویغوري ژبه بنګالي فرانسوي ترکي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه سواحيلي ژبه آسامي امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. له الله سبحانه وتعالی پرته پر بل چا د قسم خوړلو ممانعت لکه: پر امانت قسم خوړل او دا یو ډول کوچنی شرک دی.
  2. په امانت کې طاعت، عبادت، د چا سره یو شي اېښودل، نقدې، او یو چا ته امنیت ورکول شامل دي.
  3. قسم یوازې په الله تعالی د هغه په نومونو او یا یو صفت سره کېږي.
  4. خطابي فرمایلي: دا داسې ده لکه چې د کراهت لامل یې په الله تعالی او په صفاتو یې د قسم کولو امر وي، او دا چې امانت یې له صفاتو څخه یو صفت نه دی، بلکه له چارو یې یوه چاره او له فرضو یې یو فرض دی، نو دا چې د الله تعالی له صفاتو سره پکې ورته والی لیدل کېږي نو له دې امله ترې منع شول چې سوګند پرې یاد کړي.
نور