عن ابْنِ عُمَرَ رضي الله عنهما أنه سَمِعَ رَجُلًا يَقُولُ: لَا وَالْكَعْبَةِ، فَقَالَ ابْنُ عُمَرَ: لَا يُحْلَفُ بِغَيْرِ اللَّهِ، فَإِنِّي سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ:
«مَنْ حَلَفَ بِغَيْرِ اللهِ فَقَدْ كَفَرَ أَوْ أَشْرَكَ».

[صحيح] - [رواه أبو داود والترمذي وأحمد] - [سنن الترمذي: 1535]
المزيــد ...

له ابن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی چې هغه له یوه سړي څخه یې واورېدل چې ویل یې: نه؛ قسم په کعبه، نو ابن عمر وویل: له الله پرته په بل څه قسم نه خوړل کیږي، یقینا چې ما له پیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي دي چې فرمایل یې:
"څوک چې له الله پرته په بل چا قسم وخوري هغه کفر او یا شرک وکړ".

[صحيح دی] - [ابو داود، الترمذي، او احمد روايت کړی دی] - [جامع الترمذي - 1535]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې چا په الله تعالی، د هغه له نومونو او صفتونو پرته پر بل څه قسم وکړ نو یقینا چې په الله یې کفر او یا شرک وکړ؛ ځکه چې قسم خوړل د هغه څه د عظمت تقاضا کوي چې قسم پرې یاد شوی دی، او لویي یوازې یو الله لره ده؛ نو قسم نه خوړل کیږي مګر په الله او یا د هغه په نومونو او یا صفتونو باندې، او دغه قسم د کوچني شرک څخه دی؛ خو که چېرته قسم کوونکي د هغه څه چې قسم يې پرې یاد کړی دی دومره تعظیم وکړي لکه د الله تعالی او یا لده څخه زیات، نو دا مهال به یې لوی شرک کړی وي.

د حديث له ګټو څخه

  1. په قسم سره لویي یوازې د الله حق دی، نو قسم نه یادیږي مګر په الله تعالی، د هغه په نومونو او یا صفتونو باندې.
  2. په امر بالمعروف او نهي عن المنکر باندې د صحابه کرامو ټینګار، په ځانګړې توګه کله چې منکر له شرک سره تړاو ولري.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (67)
نور