عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ عُمَرَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُمَا:
أَنَّ تَلْبِيَةَ رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «لَبَّيْكَ اللهُمَّ، لَبَّيْكَ، لَبَّيْكَ لَا شَرِيكَ لَكَ لَبَّيْكَ، إِنَّ الْحَمْدَ وَالنِّعْمَةَ لَكَ وَالْمُلْكَ لَا شَرِيكَ لَكَ» قَالَ: وَكَانَ عَبْدُ اللهِ بْنُ عُمَرَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُمَا يَزِيدُ فِيهَا: لَبَّيْكَ لَبَّيْكَ، وَسَعْدَيْكَ، وَالْخَيْرُ بِيَدَيْكَ، لَبَّيْكَ وَالرَّغْبَاءُ إِلَيْكَ وَالْعَمَلُ.
[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح مسلم: 1184]
المزيــد ...
له عبد الله بن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی چې:
د رسول الله صلی الله علیه وسلم تلبیه وه: «لَبَّيْكَ اللهُمَّ، لَبَّيْكَ، لَبَّيْكَ لَا شَرِيكَ لَكَ لَبَّيْكَ، إِنَّ الْحَمْدَ وَالنِّعْمَةَ لَكَ وَالْمُلْكَ لَا شَرِيكَ لَكَ» «زه حاضر یم اې لویه څښتنه! زه حاضر یم تا لره هېڅ شریک نشته، زه حاضر یم، یقینا چې ټول تعریفونه او نعمتونه تا لره دي او پاچاهي تا لره ده، تا لره هېڅ شریک نشته». وایي: او عبد الله بن عمر رضي الله عنهما به پکې دا الفاظ زیاتول: لَبَّيْكَ لَبَّيْكَ، وَسَعْدَيْكَ، وَالْخَيْرُ بِيَدَيْكَ، لَبَّيْكَ وَالرَّغْبَاءُ إِلَيْكَ وَالْعَمَلُ. زه حاضر یم، زه حاضر یم، د خوښۍ د پاسه خوښ یم، ښېګڼې ستا په لاسو کې دي، زه حاضر یم، سوال ستا څخه کېږي او عمل تاته کېږي.
[صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح مسلم - 1184]
رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې کله د حج او یا عمرې په مناسکو کې داخلېده نو تلبیه یې داسې وه چې ویل به یې: (لبيك اللهم لبيك) تاته د حاضرېدو پسې په ټېنګه هغې بلنې ته حاضر یم چې تا د اخلاص، توحید، حج او داسې نورو لپاره راکړې ده، (حاضر یم، تالره شریک نشته، حاضر یم) نو ته یوازې د عبادت مستحق یې، تا لره ستا په ربوبیت، ستا په الوهیت او ستا په اسماوو او صفتونو کې شریک نشته، (یقینا چې ستاینه) شکر او ثناء (او نعمت) ستا لخوا دي او ته یې ورکوونکی یې (تالره) په هر حال کې شکر اېستل کېږي، (او پادشاهي) همدارنګه تا لره ده، (تا لره شریک نشته) نو هر څه یوازې تا لره دي. او ابن عمر رضي الله عنهما به پکې دا (الفاظ) زیاتول: (لبيك لبيك وسعديك) له خوښۍ پسې خوښي را په برخه کړه، (والخير بيديك) ټول خېر ستا په لاسو کې دی او ستا لخوا دی، (لبيك والرغباء إليك) غوښتنه او سوال له هغه چا کېږي چې په لاس کې یې خېر وي (والعمل) او عمل ستا لپاره دی، نو ته د عبادت مستحق یې.