عَنْ أَبِي عُبَيْدٍ، مَوْلَى ابْنِ أَزْهَرَ، قَالَ:
شَهِدْتُ العِيدَ مَعَ عُمَرَ بْنِ الخَطَّابِ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، فَقَالَ: هَذَانِ يَوْمَانِ نَهَى رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَنْ صِيَامِهِمَا: يَوْمُ فِطْرِكُمْ مِنْ صِيَامِكُمْ، وَاليَوْمُ الآخَرُ تَأْكُلُونَ فِيهِ مِنْ نُسُكِكُمْ.

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 1990]
المزيــد ...

له ابو عبید څخه روایت دی چې د ابن ازهر ازاد کړی شوی غلام دی وایې:
د عمربن الخطاب رضي الله عنه سره مې اختر راغی، هغه وویل: دا دوه ورځې دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې روژه نیول منع کړي دي: یوه مو هغه ورځ چې د روژې پسې بوزه شوئ (د کوچني اختر ورځ) او بله ورځ چې له خپلو قربانیو څخه پکې خوراک کوئ (د لوی اختر ورځ).

[صحيح دی] - [متفق علیه دی] - [صحيح البخاري - 1990]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د کوچني اختر او لوی اختر په ورځو کې له روژې نیولو منع کړې ده؛ کوچنی اختر د رمضان له میاشتې وروسته د بوزې ورځ ده، او د لوی اختر ورځ نو له قربانۍ څخه د خوراک ورځ ده.

د حديث له ګټو څخه

  1. د کوچني اختر، لوی اختر او د تشریق په ورځو کې د روژې نیولو تحریم؛ ځکه چې د تشریق ورځې هم د قربانۍ د ورځې پسې دي، مګر هغه څوک چې قرباني نه لري نو کولی شي چې د تشریق ورځې روژه ونیسي.
  2. ابن حجر ویلي: ویل کېږي چې: د دوه وو ورځو د یادونې ګټه دا ده چې پدې ورځو کې د بوزه کېدلو د وجوب لامل ته اشاره وشي چې هغه د روژې سره یو واټن رامنځته کول دي، او دا چې په بوزه کېدو سره یې بشپړېدل ښکاره شي، او بل د قربانۍ د هغې قربانۍ په خاطر چې الله تعالی ته پرې تقرب حاصلېږي، تر څو ترې خوراک وکړي.
  3. خطیب ته په کار دي چې په خطبه کې د وخت اړوند احکام ذکر کړي او د مناسباتو پلټنه وکړي.
  4. له قربانۍ څخه د خوړلو مشروعیت.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (43)
نور