عَنْ ‌أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ: أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«صَلَاةٌ فِي مَسْجِدِي هَذَا خَيْرٌ مِنْ أَلْفِ صَلَاةٍ فِيمَا سِوَاهُ إِلَّا الْمَسْجِدَ الْحَرَامَ».

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 1190]
المزيــد ...

له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«زما پدې جومات کې یو لمونځ په نورو جوماتونو کې له زرو لمونځونو څخه غوره دی پرته له مسجد الحرام (بیت الله ) څخه».

[صحيح دی] - [متفق علیه دی] - [صحيح البخاري - 1190]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپل جومات کې د لمانځه فضیلت بیان کړی او ویلي یې دي چې پدې جومات کې لمونځ د ځمکې په سر په نورو جوماتونو کې د زرو لمونځونو څخه ډېر ثواب لري، پرته له مسجد الحرام څخه چې په مکه مکرمه کې دی، ځکه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د جومات په پرتله هلته لمونځ کول غوره دی.

د حديث له ګټو څخه

  1. په مسجد الحرام او مسجد النبوي کې د لمانځه د ثواب څو چنده والی.
  2. په مسجد الحرام کې لمونځ د نورو جوماتونو په پرتله له سلو زرو لمونځونو څخه غوره دی.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (57)
نور