ډلبندي:

عَنْ أَبِي عَبْدِ اللَّهِ جَابِرِ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ الْأَنْصَارِيِّ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا:
أَنَّ رَجُلًا سَأَلَ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَقَالَ: أَرَأَيْتَ إِذَا صَلَّيْتُ المَكْتُوبَاتِ، وَصُمْتُ رَمَضَانَ، وَأَحْلَلْتُ الحَلَالَ، وَحَرَّمْتُ الحَرَامَ، وَلَمْ أَزِدْ عَلَى ذَلِكَ شَيْئًا، أَأَدْخُلُ الجَنَّةَ؟ قَالَ: «نَعَمْ».

[صحيح] - [رواه مسلم] - [الأربعون النووية: 22]
المزيــد ...

د ابی عبدالله، جابر بن عبدالله الأنصاري رضي الله عنهما څخه روایت دی چې:
یو سړي له رسول الله ﷺ څخه وپوښتل او ویې ویل: راته ووایه، که فرضي لمونځونه وکړم، د رمضان روژه ونیسم، حلال حلال وګڼم او حرام حرام، او له دې نه زیات نور هېڅ ونه کړم، آیا جنت ته به داخل شم؟ هغه وفرمايل: «هو».

[صحيح دی] - [مسلم روايت کړی دی] - [الأربعين النوويه - 22]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم بیانوي که چېرته یو څوک پنځه فرض لمونځونه اداء کړي او هیڅ نفل ورسره ونه کړي او د رمضان روژه ونیسي او ثوابي روژه ورسره ونه نیسي او د حلالو په روا والي ایمان ولري او تر سره یې کړي، او د حرامو په ناروا والي ایمان ولري او ډډه ترې وکړي، هغه به جنت ته داخل شي.

د حديث له ګټو څخه

  1. د فرضو په ادا کولو او د حرامو په پرېښودلو د مسلمان ټینګار او دا چې موخه یې جنت ته داخلېدل وي.
  2. د حلالو ارزښت او په روا والي یې عقیده لرل او د حرامو ناروا والی او په حرمت یې ایمان درلودل.
  3. د واجبو - عملونو - تر سره کول او د حرامو پرېښودل جنت ته د ننوتلو لامل دي.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (54)
ډلبندیانې
نور