عَنْ أَبِي مَالِكٍ الحَارِثِ بْنِ عَاصِمٍ الأَشْعَرِيِّ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«الطُّهُورُ شَطْرُ الْإِيمَانِ، وَالْحَمْدُ لِلهِ تَمْلَأُ الْمِيزَانَ، وَسُبْحَانَ اللهِ وَالْحَمْدُ لِلهِ تَمْلَآنِ -أَوْ تَمْلَأُ- مَا بَيْنَ السَّمَاءِ وَالأَرْضِ، وَالصَّلَاةُ نُورٌ، وَالصَّدَقَةُ بُرْهَانٌ، وَالصَّبْرُ ضِيَاءٌ، وَالْقُرْآنُ حُجَّةٌ لَكَ أَوْ عَلَيْكَ، كُلُّ النَّاسِ يَغْدُو، فَبَايِعٌ نَفْسَهُ فَمُعْتِقُهَا أَوْ مُوبِقُهَا»
[صحيح] - [رواه مسلم] - [الأربعون النووية: 23]
المزيــد ...
د ابو مالك، حارث بن عاصم الأشعري رضي الله عنه څخه روایت دی وايي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«طهارت (پاکي) د ایمان نیمايي/ برخه ده، "الحمد لله" ترازو (د عملونو میزان) ډکوي، او "سبحان الله" او "الحمد لله" دواړه د آسمان او ځمکې ترمنځ فضا ډکوي، لمونځ رڼا ده، صدقه دلیل دی، صبر رڼا (ځلانده زغم) دی، او قرآن یا خو ستا لپاره ثبوت دی او یا پر تا ثبوت دی، په ټولو خلکو سهار کېږي، نو ځیني خپل ځان خرڅوي چې آزاد یې کړي او ځیني نور یې هلاکوي».
[صحيح] - [مسلم روايت کړی دی] - [الأربعون النووية - 23]
پيغمبر - صلی الله علیه وسلم - خبر ورکوي چې ظاهري پاکوالی په اودس او غسل سره کیږي او دا چې - پاکوالی - په لمانځه کې شرط دی. او دا وینا چې " الحمد لله تله ډکوي" نو دا په الله تعالی باندې ثنا ویل دي، او د کمال په صفتونو سره د هغه - ذات - یادول د قیامت په ورځ تلل کیږي او تله ډکوي. او "سبحان الله او الحمد لله" ویل - له هرې نیمګړتیا څخه د الله تعالی د ذات پاکوالی او په بشپړ کمال سره یې یادول دي څرنګه چې د هغه د لوی شان سره ښایې؛ سره د هغه د محبت او تعظیم چې دا - د آسمان او ځمکې تر منځ - واټن - ډکوي. او دا چې لمونځ د بنده لپاره رڼا ده؛ د هغه په زړه کې، د هغه په مخ کې، د هغه په قبر کې او د هغه د بیا راپورته کېدلو پر مهال. او دا چې صدقه د مؤمن د ایمان د ریښتینولۍ او د منافق سره په توپیر درلودلو ثبوت دی، چې - منافق - یې له ورکولو ډډه کوي؛ ځکه چې په ژمنو یې باور نه لري. او دا چې "صبر ( له اضطراب او ناخوښۍ څخه ځان ساتل) رڼا ده" داسې رڼا چې د لمر د رڼا په څیر تودوخه او سوځېدنه ورسره مل وي، ځکه - صبر - سخت دی؛ له ځان سره مبارزې او له هغه څه څخه د نفس زنداني کولو ته اړتیا لري چې نفس یې غواړي؛ لدې امله صبر کوونکی تر هغه پورې په سمه لار په روښنایي کې روان دی تر څو چې صبر کوي؛ صبر - درې ډوله دی - د الله تعالی په اطاعت باندې صبر، د هغه له نافرمانۍ څخه صبر، او د دنیا په ډول ډول مصیبتونو او آفتونو صبر. او دا چې قرآن ستا لپاره حجت دی، په تلاوت کولو او پرې عمل کولو سره، او یا دا چې پر تا باندې حجت دی، د تلاوت په نه کولو او پرې عمل پرېښودلو سره. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکړ چې ټول خلک سهار مهال له خوبه پاڅیږي او د بېلابیلو کارونو لپاره له کورونو څخه وځي او په ځمکه کې خپریږي. نو ځینې لدوی څخه د الله تعالی په اطاعت ثابت قدمه پاتې شي او ځان له اور څخه آزاد کړي، او ځینې نور ترې بې لارې شي او په ګناهونو کې اخته شي نو اور ته په داخلېدلو سره ځان هلاک کړي.