ډلبندي:
+ -

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«كُلُّ سُلَامَى مِنَ النَّاسِ عَلَيْهِ صَدَقَةٌ، كُلَّ يَوْمٍ تَطْلُعُ فِيهِ الشَّمْسُ تَعْدِلُ بَيْنَ الِاثْنَيْنِ صَدَقَةٌ، وَتُعِينُ الرَّجُلَ فِي دَابَّتِهِ فَتَحْمِلُهُ عَلَيْهَا أَوْ تَرْفَعُ لَهُ عَلَيْهَا مَتَاعَهُ صَدَقَةٌ، وَالكَلِمَةُ الطَّيِّبَةُ صَدَقَةٌ، وَكُلُّ خُطْوَةٍ تَمْشِيهَا إِلَى الصَّلَاةِ صَدَقَةٌ، وَتُمِيطُ الأَذَى عَنِ الطَّرِيقِ صَدَقَةٌ».

[صحيح] - [رواه البخاري ومسلم] - [الأربعون النووية: 26]
المزيــد ...

له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«د انسان پر هر بند صدقه ده، هره ورځ چې لمر راخېژي، د دوو کسانو ترمنځ جوړجاړی کول صدقه ده، د یو چا سره د هغه پر څاروي بارولو کې مرسته کول، چې پرې سپور شي او یا یې ورسره په بارولو کې مرسته وکړي صدقه ده. ښه او خوږه خبره صدقه ده. هر قدم چې ته يې جومات ته د لمانځه لپاره اخلې صدقه ده او د لارې نه د ضرري شي لرې کول هم صدقه ده».

[صحيح] - [رواه البخاري ومسلم] - [الأربعون النووية - 26]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې هر مسلمان هره ورځ مکلف دی چې د خپلو هډوکو د بندونو د شمېر په اندازه صدقه ورکړي چې شکر یې ادا کړي او دا چې روغ یې پيدا کړی او هډوکي یې ورته داسې پېدا کړی چې هر یو بند یې بندولی او خلاصولی شي، دا صدقه د ټولو نېکونو کارونو په ترسره کولو سره ادا کیږي او د مال ورکولو سره تړاو نه لري لکه: د دوو شخړه کوونکو تر منځ روغه او جوړه کول صدقه ده، او دا چې د یو کمزوري سره په سپرلۍ سپرېدلو کې مرسته وکړې او یا یې ورسره بار کړې، نو دا ستا لپاره صدقه ده، او نېکه وینا صدقه ده لکه: ذکر، دعا، سلام او داسې نور، او هر قدم چې د لمانځه په لور یې اخلې صدقه ده، او د لارې څخه د ضرري څېز لرې کول صدقه ده.

د حديث له ګټو څخه

  1. د انسان د هډوکو جوړښت او سالمیت د الله تعالی له سترو نعمتونو څخه دی، نو هر هډوکی ځانګړې صدقې ته اړتیا لري تر څو د دغه نعمت شکر ادا شي.
  2. د دې نعمتونو د دوام لپاره هره ورځ د شکر نوي کولو ته هڅونه.
  3. نفلونو او خیراتونو ته هڅوونه چې په دوامداره توګه دا کارونه وکړي.
  4. د خلکو تر منځه د جوړ جاړي فضیلت.
  5. دې ته هڅول چې یو سړی د خپل (مسلمان) ورور سره مرسته وکړي، ځکه د هغه سره مرسته کول صدقه ده.
  6. په جماعت سره لمانځه کې حاضرېدل او جوماتونو ته د پلي تګ فضیلت او پدې سره د جوماتونو ابادول.
  7. د مسلمانانو لارو ته درناوی ساتل چې هغه څه ترې باید لرې شي چې هغوی ته ضرر رسوي.
ژباړه: انګلیسي اردو اندونیسیایي بنګالي ترکي روسي بوسنیایي هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي تايلندي ألماني آسامي ألباني امهري ژباړه ګجراتي قرغیزي نیپالي دري صربي تاجیکي کینیارونډا ژباړه هنګري چیکي الموري الولوف آزري اوزبکي اوکراني الجورجية المقدونية الخميرية
د ژباړو کتنه
ډلبندیانې
نور