عَنْ أَبِي نَجِيحٍ العِرْبَاضِ بْنِ سَارِيَةَ رضي الله عنه قَالَ: وَعَظَنَا رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مَوْعِظَةً وَجِلَتْ مِنْهَا القُلُوبُ، وَذَرَفَتْ مِنْهَا العُيُونُ، فَقُلْنَا: يَا رَسُولَ اللهِ! كَأَنَّهَا مَوْعِظَةُ مُوَدِّعٍ؛ فَأَوْصِنَا، قَالَ:
«أُوصِيكُمْ بِتَقْوَى اللَّهِ، وَالسَّمْعِ وَالطَّاعَةِ، وَإِنْ تَأَمَّرَ عَلَيْكُمْ عَبْدٌ، فَإِنَّهُ مَنْ يَعِشْ مِنْكُمْ بَعْدِي فَسَيَرَى اخْتِلَافًا كَثِيرًا، فَعَلَيْكُمْ بِسُنَّتِي وَسُنَّةِ الخُلَفَاءِ الرَّاشِدِينَ المَهْدِيينَ، عَضُّوا عَلَيْهَا بِالنَّوَاجِذِ، وَإِيَّاكُمْ وَمُحْدَثَاتِ الأُمُورِ؛ فَإِنَّ كُلَّ بِدْعَةٍ ضَلَالَةٌ».
[صحيح] - [رواه أبو داود والترمذي] - [الأربعون النووية: 28]
المزيــد ...
له ابو نجیح، العرباض بن ساریه رضي الله عنه څخه روایت دی، وايي چې: موږ ته رسول الله ﷺ داسې پند (نصیحت) راکړ چې زړونه پرې ولړزېدل، او سترګو اوښکې تویې کړې، نو موږ وویل: اې د الله رسوله! داسې ښکاري لکه دا چې د یوه مخه ښه کوونکي نصیحت وي، نو موږ ته وصیت وکړه! هغه وفرمايل:
«زه تاسو ته د الله له وېرې (تقوى) سپارښتنه کوم، او دا چې د خپل مشر خبره واورئ او اطاعت یې وکړئ، که څه هم یو غلام پر تاسو حاکم شي، ځکه څوک چې له ما وروسته ژوند وکړي، نو ډېر اختلافونه به وویني، نو پر تاسو لازمه ده چې زما سنت (طریقه) او د راشدو، هدایت شوو خلفاوو لار تعقیب کړئ، او پرې ټینګ پاتې شئ؛ د ژامې غاښونه پرې ټینګ کړئ او (په دین کې ) له نوو جوړو شوو چارو ځان وساتئ، ځکه هر بدعت (نوې اختراعه شوې دیني کړنه) ګمراهي ده».
[صحيح] - [رواه أبو داود والترمذي] - [الأربعون النووية - 28]
رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلو صحابه کرامو ته داسې په زړه پورې خطبه ورکړه چې له امله یې زړونه ووېرېدل او له سترګو اوښکې وبهېدې. نو هغوی وویل: اې د الله رسوله! دا خو داسې یو وعظ دی لکه څوک چې الله په اماني اخلي، ځکه هغوی رسول الله صلی الله علیه وسلم ولید چې په وعظ او نصحیت کې یې زیاته مبالغه وکړه، نو د وصیت غوښتنه یې ترې وکړه تر څو پرې له هغه وروسته منګولې ولګوي. هغه وفرمایل: د الله تعالی د واجباتو په پرې ځای کولو او له منهیاتو څخه یې په ځان ساتلو سره درته له الله تعالی څخه په وېرېدلو وصیت کوم، او دا چې واکمنانو ته غوږ ونیسئ او پيروي یې وکړئ، که څه هم پر تاسې یو غلام واکمن شي، یعنې تر ټولو ټیټ انسان پر تاسې امیر وګمارل شي نو سرغړونه ترې مه کوئ بلکې پیروي یې وکړئ، تر څو فتنه راولاړه نشي، ځکه یقینا که چېرته په تاسو کې له مانه وروسته څوک ژوندی پاتې شي نو زیات مخالفتونه به وګوري. بیا یې ورته لدې اختلاف څخه د وتلو لاره وښودله، چې هغه له هغه وروسته د رسول الله صلی الله علیه وسلم او راشدینو هدایت موندونکو خلفاوو په سنتو منګولې لګول دي؛ أبو بکر صدیق، عمر بن الخطاب، عثمان بن عفان او علي بن أبی طالب رضي الله عنهم أجمعین، او دا چې د ژامې وروستۍ غاښونه پرې ټینګ کړي، چې پدې سره یې موخه په سنتو کلک پاتې کېدل او منګولي لګول وو. او په دین کې یې له نویو کارونو راپیدا کولو څخه ووېرول، ځکه (په دین کې) هر نوښت ګمراهي ده.