عَنْ مُعَاذِ بْنِ جَبَلٍ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ: قُلْت يَا رَسُولَ اللَّهِ! أَخْبِرْنِي بِعَمَلٍ يُدْخِلُنِي الجَنَّةَ وَيُبَاعِدْنِي مِنْ النَّارِ، قَالَ:
«لَقَدْ سَأَلْتَ عَنْ عَظِيمٍ، وَإِنَّهُ لَيَسِيرٌ عَلَى مَنْ يَسَّرَهُ اللَّهُ عَلَيْهِ: تَعْبُدُ اللَّهَ لَا تُشْرِكُ بِهِ شَيْئًا، وَتُقِيمُ الصَّلَاةَ، وَتُؤْتِي الزَّكَاةَ، وَتَصُومُ رَمَضَانَ، وَتَحُجُّ البَيْتَ، ثُمَّ قَالَ: أَلَا أَدُلُّكَ عَلَى أَبْوَابِ الخَيْرِ، الصَّوْمُ جُنَّةٌ، وَالصَّدَقَةُ تُطْفِئُ الْخَطِيئَةَ كَمَا يُطْفِئُ المَاءُ النَّارَ، وَصَلَاةُ الرَّجُلِ مِنْ جَوْفِ اللَّيْلِ، ثُمَّ تَلَا: {تَتَجَافَى جُنُوبُهُمْ عَنِ الْمَضَاجِعِ} حَتَّى {بَلَغَ يَعْمَلُونَ}، ثُمَّ قَالَ: أَلَا أُخْبِرُك بِرَأْسِ الأَمْرِ وَعَمُودِهِ وَذِرْوَةِ سَنَامِهِ، فَقُلْتُ: بَلَى يَا رَسُولَ اللَّهِ، قَالَ: رَأْسُ الأَمْرِ الإِسْلَامُ، وَعَمُودُهُ الصَّلَاةُ، وَذِرْوَةُ سَنَامِهِ الجِهَادُ، ثُمَّ قَالَ: أَلَا أُخْبِرُك بِمِلَاكِ ذَلِكَ كُلِّهِ، فقُلْت: بَلَى يَا رَسُولَ اللَّه! فَأَخَذَ بِلِسَانِهِ وَقَالَ: كُفَّ عَلَيْك هَذَا، قُلْت: يَا نَبِيَّ اللَّهِ! وَإِنَّا لَمُؤَاخَذُونَ بِمَا نَتَكَلَّمُ بِهِ، فَقَالَ: ثَكِلَتْكَ أُمُّكَ وَهَلْ يَكُبُّ النَّاسَ عَلَى وُجُوهِهِمْ أَوْ قَالَ عَلَى مَنَاخِرِهِمْ إلَّا حَصَائِدُ أَلسِنَتِهِمْ»!
[صحيح] - [رواه الترمذي] - [الأربعون النووية: 29]
المزيــد ...
د معاذ بن جبل رضي الله عنه څخه روایت دی وايي: ما وویل: اېی د الله رسوله! داسې عمل را وښیه چې ما جنت ته داخل کړي او له دوزخ نه مې لرې وساتي، هغه وفرمایل:
«بېشکه تا د یو ستر کار په اړه پوښتنه وکړه، او دا کار هغه چا ته ډېر اسان دی چې الله ورته اسانه کړی وي: هغه دا دی چې د الله عبادت وکړې او هېڅ شی ورسره شریک نه کړې، لمونځ قایم کړې، زکات ورکړې، د رمضان روژه ونیسې، او د بیت الله حج وکړې، بیا یې وفرمایل: ایا غواړې چې د خېر دروازې در وښیم؟ روژه ډال دی (له ګناهونو څخه د ساتنې وسیله) او صدقه ګناهونه داسې وژني لکه څنګه چې اوبه اور مړ کوي، او د سړي لمونځ کله چې شپه پخه شي، بیا یې دا آیت تلاوت کړ: {تَتَجَافَى جُنُوبُهُمْ عَنِ الْمَضَاجِعِ} تر دې چې {يَعْمَلُونَ} ته ورسید، بیا یې وویل: آیا غواړې د دین سر، ستنې او لوړه څوکه در وښیم؟ ما وویل: هو، ای د الله رسوله! ویې ویل: د دین سر اسلام دی، ستنه یې لمونځ او لوړه برخه یې جهاد دی، بیا یې وفرمایل: آیا غواړې چې د دې ټولو اصل او جوهر در وښیم؟ ما وویل: هو، اې د الله رسوله! هغه خپله ژبه ونیوله او ویې ویل: «دا دې كنترول كړه!» ما وویل: اې د الله نبي! آیا موږ په خبرو کولو هم نیول کېږو، هغه وفرمایل: «مور دې درباندې بوره شه! آیا له ژبې پرته بل څه شته چې له امله یې خلک پړ مخه په اور ولوېږي»!
[صحيح] - [ترمذی روایت کړی دی] - [الأربعون النووية - 29]
معاذ رضي الله عنه وویل: زه د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په یو سفر کې وم، نو یوه ورځ د تګ پر مهال ورنږدې شوم ما وویل: اې د الله رسوله! داسې یو عمل راته وښایه چې جنت ته مې ننباسي او له اور څخه مې لرې کړي، هغه وفرمایل: تا له ما څخه د یو داسې عمل په اړه پوښتنه وکړه چې نفسونو ته یې تر سره کول لویه خبره ده او دا د هغه چا لپاره اسان دی چې الله ورته اسان کړی وي؛ نو د اسلام فرایض ادا کړه:
لومړی چې: یوازې د الله تعالی عبادت کوه او له هغه سره هېڅ شی مه شریکوه.
دویم: په شپه او ورځ کې په شرطونو، ارکانو، فرائضو او واجباتو برابر پنځه وخته لمونځونه کوه: سهار، ماسپښین، مازدیګر، ماښام او ماخوستن.
دريم: له هر هغه مال څخه فرضي زکات وباسه چې یوې شرعي ټاکلې اندازې ته ورسیږي، دا یو مالي عبادت دی او مستحقو کسانو ته ورکول کيږي.
څلورم: د رمضان روژه ونیسه چې هغه له سهار څخه تر لمر لوېدو پورې د عبادت په نیت له خوراک، څښاک او داسې نورو شیانو څخه ډډه کول دي چې روژه ماتوي.
پنځم: د عبادت په نیت د مکې په لور بیت الله ته د حج د مناسکو د ادا کولو لپاره لاړ شه.
بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: آیا داسې یوه لار در ونه ښیم چې د کامیابۍ تر دروازو دې ورسوي؟ هغه دا ده چې د فرضو پسې نفلي عملونه تر سره کړه.
لومړی: نفلي روژې، چې په ګناهونو له اخته کېدو څخه مخنیوی کوي، ځکه چې شهوت ماتوي او ځواک کمزوری کوي.
دویم: نفلي صدقه او خیرات، ځکه چې صدقه ګناه له منځه وړي او اثر یې ختموي.
دریم: د شپې په وروستۍ دریمه برخه کې تهجد لمونځ کول، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم دا آیت ولوست:{تتجافى جنوبهم} یعنې د تهجد کوونکو ډډې او اړخونه {عن المضاجع} له خوب ځایونو څخه جلا کیږی، {يدعون ربهم} ځکه چې خپل رب په لمانځه، ذکر، د قران کریم تلاوت او دعا سره رابلي، {خوفا وطمعا ومما رزقناهم ينفقون، فلا تعلم نفس ما أخفي لهم من قرة أعين} په وېرې او تمې سره او له هغه (مال) نه، چې مونږ دوى ته وركړى دى؛ څه لګوي، نو هېڅ یو نفس ته معلوم نه دي هغه څه چې د دوى لپاره پټ كړى شوي دي، د سترګو له یخوالي څخه، یعنې د قیامت په ورځ او په تل پاتې جنتونو کې {جزاء بما كانوا يعملون} د هغو عملونو د بدلې په توګه چې دوى به كول.
بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: آیا زه تاسو ته د دین د بنسټ او هغې ستنې په اړه خبر درنکړم چې پرې ولاړ دی او تر ټولو لوړه څوکه یې ده؟
معاذ رضي الله عنه وویل: هو ( په اړه یې خبر راکړه ) اې د الله رسوله.
رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د دین سر: اسلام دی چې له دوه وو ګواهیو څخه عبارت دی او په دوی له انسان سره د دین بنسټ جوړیږي. او ستن یې: لمونځ دی، نو له لمانځه پرته اسلام نشته، لکه څرنګه چې کور (کوټه) له ستنو (دیوالونو) پرته نه جوړېږي؛ او تر ټولو لوړه څوکه یې جهاد او د دښمنانو سره په جګړه کې د الله جل جلاله د کلمې د پورته کولو لپاره زیار وېستل دي.
بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: آیا زه تاسو ته د هغه څه د غښتلتیا او کره والي په اړه - خبر درنه کړم - چې پورته ذکر شول؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم خپله ژبه ونيوله او ويې فرمایل: دا دې په خپل واک کې وساته او کوم څه چې درپورې اړه نه لري په اړه یې خبرې مه کوه. معاذ وویل: آیا زموږ رب به له موږ سره زموږ په خبرو حساب کوي او پرې مو نیسي؟!
رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: مور دې درباندې بوره شي! لدې وینا څخه یې موخه خیرا کول نه دي، بلکې دا د عربو له ویناوو څخه یوه ده او هغه مهال یې کاروي چې کله غواړي د یو چا پام راواړوي او یو څه ور وپېژني، بیا یې وفرمایل: آیا د ژبې له ناوړه ویناوو لکه: کفر، تور پورې کول، ښکنځل، غیبت، چغلي او بهتان پرته بل څه هم شته چې له امله یې خلک پړمخه په اور کې اچول کیږي.