ډلبندي:
+ -

عَنْ أَبِي سَعِيدٍ سَعْدِ بْنِ مَالِكِ بْنِ سِنَانٍ الخُدْرِيّ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«لَا ضَرَرَ وَلَا ضِرَارَ».

[حسن] - [رواه ابن ماجه، والدارقطني، وغيرهما مسندًا] - [الأربعون النووية: 32]
المزيــد ...

له ابو سعید سعد بن مالک بن سنان الخدري رضي الله عنه څخه روایت دی وايي چې: رسول الله ﷺ وفرمایل:
«نه ځانته ضرر رسول شته او نه بل ته ضرر اړول».

[حسن] - [رواه ابن ماجه والدارقطني وغيرهما مسندًا] - [الأربعون النووية - 32]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې له ځان او نورو څخه د هر ډول ضرر او ضرري پدیدې دفع کول واجب دي، نو د هېچا لپاره جواز نه لري چې خپل ځان او یا نورو ته زیان ورسوي. او ورته روا ندي چې د ضرر په مقابل کې په ضرر لاس پورې کړي، ځکه چې یو ضرر په بل ضرر سره له منځه نه وړل کېږي مګر دا چې قصاص وي، هغه هم له تېري پرته.

د حديث له ګټو څخه

  1. د ضرر په اندازه له جزا ورکولو څخه د زیاتوالي ممانعت.
  2. الله تعالی خپلو بندګانو ته د داسې څه امر نه دی کړی چې دوی ته زیان ورسوي.
  3. دا حدیث د ضرر په حراموالي کې یوه قاعده ده او ضرر رسول په وینا، عمل او یا د په پرېښودلو په شکل وي.
  4. د شریعت له قواعدو څخه یو دا دی چې "ضرر به لرې کیږي"، نو شریعت زیان نه مني، او ضرر ردوي.
ژباړه: انګلیسي اردو اندونیسیایي بنګالي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي تايلندي ألماني آسامي ألباني امهري ژباړه ګجراتي قرغیزي نیپالي لیتواني دري صربي تاجیکي کینیارونډا ژباړه هنګري چیکي الموري Kannada کنادا الولوف آزري اوزبکي اوکراني الجورجية المقدونية الخميرية
د ژباړو کتنه
ډلبندیانې
نور