ډلبندي:
+ -

عَن ابنِ عباسٍ رضي الله عنهما أنَّ رسولَ اللهِ صلي الله عليه وسلم قال:
«لَو يُعطَى النّاسُ بدَعواهُم لادَّعَى رِجالٌ أموالَ قَومٍ ودِماءَهُم، لَكِنَّ البَيِّنَةَ على المُدَّعِى، واليَمينَ على مَن أنكَرَ».

[حسن] - [رواه البيهقي، وغيره هكذا، وبعضه في الصحيحين] - [الأربعون النووية: 33]
المزيــد ...

له ابن عباس -رضي الله عنهما- نه روايت دی، چې د الله رسول -صلی الله عليه وسلم- فرمایلي:
"که خلکو ته د دوی د ادعا سره سم ورکول کېدی، نو ځینو سړيو به په نورو د مال او وینې دعوه کړې وه، خو په دعوه کوونکي د ثبوت وړاندې کول دي او قسم په هغه چا دی چې انکار کوي".

[حسن] - [رواه البيهقي وغيره هكذا وبعضه في الصحيحين] - [الأربعون النووية - 33]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي چې که چېرته خلکو ته په تشې دعوې کولو یو څه ورکول کېدی؛ پرته لدې چې ثبوت وړاندې کړي او یا قرائن شتون ولري؛ نو ځینو خلکو به په نورو د مال او ویني دعوا کړې وه، خو اصل دا دی چې څوک دعوه کوي نو پر هغه د هغه څیز د لاسته راوړلو لپاره د ثبوت وړاندې کول دي او که چېرته ثبوت ونه لري، نو دوسيه (قضیه) مدعی علیه ته وړاندې كېږي، كه هغه ترې انکار وکړ، نو قسم به خوري او براءت به حاصلوي.

د حديث له ګټو څخه

  1. ابن دقیق العید فرمایلي: دا حدیث په احکامو کې اصل او د مخالفت او شخړې پر مهال لوی سند دی.
  2. شریعت د دې لپاره راغلی چې د خلکو مال او وینې له لاس وهنې خوندي کړي.
  3. قاضي به د خپلو معلوماتو پر بنسټ حکم نه کوي، بلکې ثبوتونو ته به اعتبار ورکوي.
  4. هر هغه څوک چې بې ثبوته ادعا وکړي، نو هغه مردوده ده، که هغه د حقوقو او معاملاتو په اړه وي یا د عقیدې او علم په چارو کې.
ژباړه: انګلیسي اردو اندونیسیایي بنګالي ترکي روسي بوسنیایي هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي تايلندي ألماني آسامي ألباني امهري ژباړه ګجراتي قرغیزي نیپالي دري صربي تاجیکي کینیارونډا ژباړه هنګري چیکي الموري الولوف آزري اوزبکي اوکراني الجورجية المقدونية الخميرية
د ژباړو کتنه
ډلبندیانې
نور