عَنْ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا عَنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِيمَا يَرْوِي عَنْ رَبِّهِ تَبَارَكَ وَتَعَالَى، قَالَ:
«إنَّ اللهَ كَتَبَ الحَسَنَاتِ وَالسَّيِّئَاتِ، ثُمَّ بَيَّنَ ذَلِكَ، فَمَنْ هَمَّ بِحَسَنَةٍ فَلَمْ يَعْمَلْهَا؛ كَتَبَهَا اللهُ عِنْدَهُ حَسَنَةً كَامِلَةً، وَإِنْ هَمَّ بِهَا فَعَمِلَهَا؛ كَتَبَهَا اللهُ عِنْدَهُ عَشْرَ حَسَنَاتٍ إلَى سَبْعِمِائَةِ ضِعْفٍ إلَى أَضْعَافٍ كَثِيرَةٍ، وَإِنْ هَمَّ بِسَيِّئَةٍ فَلَمْ يَعْمَلْهَا؛ كَتَبَهَا اللهُ عِنْدَهُ حَسَنَةً كَامِلَةً، وَإِنْ هَمَّ بِهَا فَعَمِلَهَا؛ كَتَبَهَا اللهُ سَيِّئَةً وَاحِدَةً».
[صحيح] - [رواه البخاري ومسلم في صحيحيهما بهذه الحروف] - [الأربعون النووية: 37]
المزيــد ...
له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی له رسول الله ﷺ څخه چې هغه د خپل رب تبارک وتعالی څخه روایت کوي، فرمایي:
«الله تعالی نیکۍ او بدۍ لیکلي دي، بیا یې دا خبره په ډاګه کړه چې که څوک په زړه کې د یوې نیکۍ قصد وکړي، خو ترسره یې نکړي، الله جل جلاله به یې هغه نیکي له ځان سره کامله ثبت کړي، او که اراده یې وکړه او هغه نیکي یې عملي کړه؛ الله جل جلاله به یې ورته لس برابره تر اووه سوه برابره کړي، او که چېرته یې د ګناه اراده وکړه خو عمل یې پرې ونه کړ؛ نو الله تعالی به یې له ځان سره د بشپړې نیکۍ په څېر ثبت کړي، او که چېرته یې اراده وکړه او عملي یې کړه، نو الله تعالی به یې ورته یوه ګناه ولیکي».
[صحيح] - [رواه البخاري ومسلم في صحيحيهما بهذه الحروف] - [الأربعون النووية - 37]
رسول الله صلی الله علیه وسلم بیانوي چې الله تعالی نیکۍ او بدۍ اندازه کړي دي، بیا یې دوه ملاېکو ته ورښودلي چې څنګه یې ولیکي:
نو څوک چې د یو نیک کار اراده، نیت او عزم وکړي، د هغه لپاره یوه نیکي لیکل کیږي اګر که عملي کړي یې هم نه وي، خو که چېرته یې عملي کړه نو هغه ورته لس چنده تر اووه سوه چنده او څو چنده زیاتیږي، او زیاتوالی په زړه کې د اخلاص او نورو ته ګټې رسوونې او داسې نورو کړنو په اندازه وي.
او څوک چې د کوم بد کار اراده، قصد او عزم وکړي، بیا یې د الله تعالی لپاره پرېږدي، د هغه لپاره نیکي لیکل کېږي، او که چېرته یې لدې امله پرېښوده چې ورڅخه په بل کار بوخت شو او د هغه کار اسباب یې هم تر سره نه کړل، نو هیڅ شی ورته نه لیکل کیږي، او که چېرته یې د ناتوانۍ له امله پرېښود نو د نیت په اساس ورته - ثواب او یا ګناه لیکل کیږي - او که چېرته یې ګناه عملي کړه نو یوازې یوه بدي ورته لیکل کیږي.