عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بنِ مَسْعُودٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«مَنْ حَلَفَ عَلَى يَمِينٍ وَهُوَ فِيهَا فَاجِرٌ لِيَقْتَطِعَ بِهَا مَالَ امْرِئٍ مُسْلِمٍ، لَقِيَ اللَّهَ وَهُوَ عَلَيْهِ غَضْبَانُ». قَالَ: فَقَالَ الْأَشْعَثُ: فِيَّ وَاللَّهِ كَانَ ذَلِكَ؛ كَانَ بَيْنِي وَبَيْنَ رَجُلٍ مِنَ الْيَهُودِ أَرْضٌ، فَجَحَدَنِي، فَقَدَّمْتُهُ إِلَى النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالَ لِي رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «أَلَكَ بَيِّنَةٌ؟» قُلْتُ: لَا. قَالَ: فَقَالَ لِلْيَهُودِيِّ: «احْلِفْ». قَالَ: قُلْتُ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، إِذَنْ يَحْلِفَ وَيَذْهَبَ بِمَالِي. فَأَنْزَلَ اللَّهُ تَعَالَى: {إِنَّ الَّذِينَ يَشْتَرُونَ بِعَهْدِ اللَّهِ وَأَيْمَانِهِمْ ثَمَنًا قَلِيلًا}. إِلَى آخِرِ الْآيَةِ.
[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 2416]
المزيــد ...
له عبد الله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«څوک چې په قسم سوګند یاد کړي په داسې حال کې چې هغه پکې دروغجن وي ترڅو پرې د یو مسلمان مال په ناروا تر لاسه کړي، نو د الله تعالی د مخ کېدو پر مهال به پرې هغه غصه وي» وایي چې اشعث وویل: « قسم په الله چې زما سره داسې شوي و؛ زما او د یو یهودي تر منځ د ځمکې په سر شخړه وه نو هغه راته انکار وکړ، ما هغه د پیغمبر ﷺ حضور ته راووست، نو رسول الله ﷺ راته وویل: «آیا ته ثبوت لرې؟» ما وویل: «نه» وایي: بیا یې یهودي ته وویل: «قسم وکړه» وایي: ما وویل: «ای الله رسوله! هغه به قسم وکړي او زما مال به واخلي. نو دا و چې الله تعالی دا آیت نازل کړ: {إِنَّ الَّذِينَ يَشْتَرُونَ بِعَهْدِ اللَّهِ وَأَيْمَانِهِمْ ثَمَنًا قَلِيلًا} د آیت تر پایه، یعنې: هغه خلك چې د الله تړون او خپلې لوړې په لږه بيه پلوري.
[صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح بخاري - 2416]
رسول الله صلی الله علیه وسلم په الله تعالی د قسم کولو په اړه خبرداری ورکړی چې که چا قسم وکړ پداسې حال کې چې هغه پوهېده چې پکې دروغجن دی، تر څو پدې قسم سره د بل چا مال تر لاسه کړي؛ نو ژر دی چې د الله تعالی سره به په داسې حال کې مخ شي چې هغه به پرې غصه وي، نو اشعث بن قیس رضي الله عنه وویل چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دا وینا هغه مهال وکړه، کله چې زما او د یو یهودي تر منځ د یوې ځمکې د ملکیت په سر دعوه وه، نو دواړه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د پریکړې لپاره ورغلل، هغه اشعث ته وویل: ته باید ثبوت وړاندې کړې تر څو دې پرې دعوه ثابته کړې، که یې نه شې کولی، نو پرته لدې بله لار نه لرې چې مقابل لوری درته قسم وکړي، نو اشعث وویل: ای د الله رسوله! نو یهودي خو قسم کوي او هیڅ پروا نه ساتي او زما مال به واخلي، همدا و چې الله تعالی دا آیت نازل کړ: {إِنَّ الَّذِينَ يَشْتَرُونَ} بېشکه هغه کسان چې اخلي او بدلوي {بِعَهْدِ اللَّهِ}، د الله تعالی تړون او د امانت په اړه یې مؤمنانو ته سپارښتنې {وَأَيْمَانِهِمْ} او په دروغو سره د هغه په نوم په قسم یادولو سره، تر څو پرې {ثَمَنًا قَلِيلًا} د دنیا له منځه تلونکي ناچیزه څه تر لاسه کړي {أُولَئِكَ لَا خَلَاقَ لَهُمْ فِي الْآخِرَةِ} نو دا هغه خلک دی چې په اخرت کې د دوی لپاره څه برخه نشته {وَلَا يُكَلِّمُهُمُ اللَّهُ}، او الله تعالی به له دوی سره د دوی په ګټه خبرې ونه کړي، بلکې پرې به غصه وي، {وَلَا يَنْظُرُ إِلَيْهِمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ}، او د رحمت او نیکۍ په نظر به ورته ونه ګوري {وَلَا يُزَكِّيهِمْ} او نه به یې په ښې ستاینې او بښنې سره له ګناهونو او چټلیو پاک کړي، {وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ} او شته دی د دوی لپاره دردناک عذاب، د هغه څه له امله چې دوی کړي دي.