+ -

عَنِ ابْنِ عُمَرَ رضي الله عنهما:
عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنَّهُ نَهَى عَنِ النَّذْرِ، وَقَالَ: «إِنَّهُ لَا يَأْتِي بِخَيْرٍ، وَإِنَّمَا يُسْتَخْرَجُ بِهِ مِنَ الْبَخِيلِ».

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح مسلم: 1639]
المزيــد ...

له ابن عمر رضی الله عنهما څخه روایت دی چې:
رسول الله صلی الله علیه وسلم له نذر څخه منع فرمایلې او ویلي یې دي چې: «إِنَّهُ لَا يَأْتِي بِخَيْرٍ، وَإِنَّمَا يُسْتَخْرَجُ بِهِ مِنَ الْبَخِيلِ»، «خیر پکې نشته، بلکې د بخیل نه پرې (یو څه) راوځي».

[صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح مسلم - 1639]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم له نذر څخه منع فرمایلي ده؛ چې انسان پر ځان داسې یو څه واجب کړي چې شریعت پرې نه دی ملزم کړی، او فرمایلي یې دي چې نذر هېڅ شی نه مخکې کوي او نه یې وروسته کوي، بلکې یوازې د هغه بخیل انسان څخه پرې یو څه راوځي چې یوازې ځان پر واجباتو ملزم بولي، او نذر هېڅ داسې کوم کار نه شي کولی چې نذر کوونکي ته مقدر شوی نه وي.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي اویغوري ژبه بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه سواحيلي ژبه تايلندي آسامي سويډني امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي نیپالي دري صومالیایي اورومي ژباړه
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. نذر روا نه دی، خو که نذر یې وکړ نو باید وفا پرې وکړي، په دې شرط چې ګناه نه وي.
  2. په نذر کې علت دا دی چې (کومه ښېګڼه نه زېږوي) ځکه چې د الله تعالی تقدیر نه شي واپس کولی؛ او د دې لپاره چې نذر کوونکی دا ګمان ونه کړي چې د یو څه د لاسته راوړلو لامل یې نذر دی، ځکه الله تعالی له دې څخه غني دی.
  3. قرطبي وايي: د دې ممانعت بېلګه دا ده چې ووايي: که الله زما ناروغ ته شفا ورکړه، نو زه به دا (پیسې...) صدقه ورکوم، دا کار لدې امله مکروه دی چې د یو څیز لاسته راوړل یې د خپل غرض د تر لاسه کولو پورې محدود کړل، نو لدې معلومه شوه چې د نذر له ټاکلو څخه یې موخه الله تعالی ته نږدې کېدل نه و، بلکه دا کار یې د بدل په مقابل کې وکړ، د دې خبرې ثبوت دا دی چې که ناروغ یې جوړ نه شي نو ټاکلی نذر نه ورکوي، ځکه چې د هغه د روغتیا پورې یې محدود کړی و، او دا د بخیل انسان حال دی، ځکه چې هغه له بېړنۍ ګټې پرته له خپل مال څخه هېڅ شی نه خیراتوي، مګر دا چې له وېستل شوې برخه ورته زیاته وګټي.