عَنْ أَبِي مُوسَى الأَشْعَرِيِّ رضي الله عنه قَالَ:
أَتَيْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي رَهْطٍ مِنَ الأَشْعَرِيِّينَ أَسْتَحْمِلُهُ، فَقَالَ: «وَاللَّهِ لاَ أَحْمِلُكُمْ، مَا عِنْدِي مَا أَحْمِلُكُمْ» ثُمَّ لَبِثْنَا مَا شَاءَ اللَّهُ فَأُتِيَ بِإِبِلٍ، فَأَمَرَ لَنَا بِثَلاَثَةِ ذَوْدٍ، فَلَمَّا انْطَلَقْنَا قَالَ بَعْضُنَا لِبَعْضٍ: لاَ يُبَارِكُ اللَّهُ لَنَا، أَتَيْنَا رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ نَسْتَحْمِلُهُ فَحَلَفَ أَنْ لاَ يَحْمِلَنَا فَحَمَلَنَا، فَقَالَ أَبُو مُوسَى: فَأَتَيْنَا النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَذَكَرْنَا ذَلِكَ لَهُ، فَقَالَ: «مَا أَنَا حَمَلْتُكُمْ، بَلِ اللَّهُ حَمَلَكُمْ، إِنِّي وَاللَّهِ -إِنْ شَاءَ اللَّهُ- لا أَحْلِفُ عَلَى يَمِينٍ، فَأَرَى غَيْرَهَا خَيْرًا مِنْهَا، إِلَّا كَفَّرْتُ عَنْ يَمِينِي، وَأَتَيْتُ الَّذِي هُوَ خَيْرٌ».
[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 6718]
المزيــد ...
له ابو موسی الأشعري رضي الله عنه څخه روایت دی فرمایي چې:
زه د اشعریانو له یوې ډلې سره رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغلم او د سپرلۍ غوښتنه مې ترې وکړه نو ویې وفرمایل:«وَاللَّهِ لاَ أَحْمِلُكُمْ، مَا عِنْدِي مَا أَحْمِلُكُمْ»، « په الله قسم چې سپرلۍ به در نه کړم، ما سره سپرلۍ نشته چې دریې کړم» بیا موږ هلته پاتې شو تر څو چې الله غوښتل، نو اوښان ورته راوستل شول او موږ ته یې د دریو اوښانو د راکولو امر وکړ، کله چې ترې روان شو، مو ځینو یو بل ته وویل: قسم په الله، که الله راته پکې برکت واچوي، ځکه مونږ رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغلو او د سپرلۍ غوښتنه مو ترې وکړه، هغه قسم وکړ چې سپرلۍ به نه راکوي خو رایې کړه، نو ابو موسی وویل: موږ رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغلو او د دې خبرې یادونه مو ورته وکړه، نو ویې فرمایل: «مَا أَنَا حَمَلْتُكُمْ، بَلِ اللَّهُ حَمَلَكُمْ، إِنِّي وَاللَّهِ -إِنْ شَاءَ اللَّهُ- لا أَحْلِفُ عَلَى يَمِينٍ، فَأَرَى غَيْرَهَا خَيْرًا مِنْهَا، إِلَّا كَفَّرْتُ عَنْ يَمِينِي، وَأَتَيْتُ الَّذِي هُوَ خَيْرٌ»، "دا زه نه وم چې تاسو مې سپاره کړئ، بلکې الله تعالی سپاره کړئ (یعنې سپرلۍ یې په واک کې درکړې قسم په الله زه چې یم-إِنْ شَاءَ اللَّهُ- هېڅ قسم نه یادوم مګر کله چې راته له هغې غوره معلومه شي، بیا د قسم کفاره ورکوم، او هغه کار کوم چې ښه راته معلوم شي».
[صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح بخاري - 6718]
ابو موسی الأشعري رضي الله عنه فرمایي چې هغه د خپلې قبیلې له یوې ډلې سره رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغی او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې له ورتګ څخه موخه دا وه چې هغوی ته د سپرلۍ لپاره اوښان ورکړي او په جهاد کې برخه واخلي، نو هغه علیه الصلاة و السلام قسم وکړ چې ور یې نه کړي او دا چې له هغه سره سپرلۍ نشته تر څو یې ورکړي او پرې سپاره شي. نو دوی بېرته راستانه شول او یو څه وخت (هملته) پاتې شول، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم ته درې اوښان راوستل شول، نو هغه یې دوی ته ورولیږل، نو ځینو یې یو بل ته یې وویل چې: الله به موږ ته په دې اوښانو کې برکت نه اچوي، ځکه چې رسول الله صلى الله عليه وسلم قسم کړی و چې موږ به نه سپروي (د سپرلۍ لپاره به څه نه راکوي)، نو ورته راغلل او پوښتنه يې ترې وکړه، نو هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هغه چا چې تاسو ته سپاره کړي یاست (سپرلۍ یې درته پیدا کړې) هغه الله تعالی دی؛ ځکه هغه هغه ذات دی چې توفیق او روزي ورکوي، او زه چې یم یوازې یو سبب یم چې زما په لاسونو یې تر سره کوي. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: زه چې یم قسم په الله - إن شاء الله - چې په هیڅ شي قسم نه یادوم چې دا کار به کوم او یا به یې نه کوم، او بیا وروسته راته څرګنده شي چې په کوم څه مې قسم کړی له هغه خیر او غوره دی چې قسم مې پرې نه دی کړی، مګر دا چې هغه څه کوم چې هغه غوره وي او هغه پریږدم چې قسم مې پرې کړی وي او د قسم کفاره ورکوم.