عَنْ عَبْدِ اللهِ بنِ مَسْعُودٍ رضي الله عنه قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«أَوَّلُ مَا يُقْضَى بَيْنَ النَّاسِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فِي الدِّمَاءِ».

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح مسلم: 1678]
المزيــد ...

له عبدالله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
"د قيامت په ورځ به د خلکو تر منځه لومړی د وینو په اړه پرېکړې کیږي".

[صحيح دی] - [متفق علیه دی] - [صحيح مسلم - 1678]

تشریح

رسول الله صلى الله عليه وسلم یادونه کړې ده چې لومړی هغه څه چې د خلکو تر منځه به یې فیصله کیږي هغه د خلکو تر منځه په وینو تویلو سره یو پر بل ظلم کول دي لکه: وژل او ټپي کول.

د حديث له ګټو څخه

  1. د وینو تویولو د مسألې عظمت، ځکه خو پیل په تر ټولو مهم څيز کیږي.
  2. ګناهونه هغه فساد ته په لیدو لوییږي چې پرې مرتبیږي او د بې ګناه خلکو ژوند اخیستل تر ټولو لوی فساد دی چې له کفر او په الله تعالی له شرک پرته بل لوی فساد ترې نشته.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (55)
نور