عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بنِ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُما:
أَنَّ امْرَأَةً وُجِدَتْ فِي بَعْضِ مَغَازِي النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مَقْتُولَةً، فَأَنْكَرَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَتْلَ النِّسَاءِ وَالصِّبْيَانِ.

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 3014]
المزيــد ...

له عبد الله بن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی چې:
د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ځینو غزاګانو کې یوه وژل شوې ښځه وموندل شوه، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم د ښځو او ماشومانو وژنه وغندله.

[صحيح دی] - [متفق علیه دی] - [صحيح البخاري - 3014]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم په یوې غزا کې یوه ښځه ولېده چې وژل شوې وه، نو هغه د ښځو او تنکيو هلکانو وژل وغندل چې د بلوغ عمر ته نه وي رسېدلي.

د حديث له ګټو څخه

  1. هغه ښځې، ماشومان او څوک چې د دوی په څېر دي لکه زاړه خلک او راهبان چې په جنګ کې برخه نه اخلي، نو هغوی نه وژل کیږي، تر دې چې د مسلمانانو پر وړاندې په جګړه کې مرسته ونه کړي او د نظر خاوندان نه وي، که چېرته وي نو بیا وژل کیږي.
  2. د ښځو او ماشومانو د وژلو ممانعت؛ ځکه چې دوی له مسلمانانو سره جګړه نه کوي، حال دا چې د الله تعالی په لار کې د جهاد کولو موخه یوازې د جګړه کوونکو د ځواک ماتول دي؛ تر دې چې د حق بلنه ټولو خلکو ته ورسیږي.
  3. په یرغلونو او جګړو کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم زړه سوی او مهرباني.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (53)