1. کور‌پاڼه
  2. ډلبندیانې
  3. عقیده

حدیث یقینا چې الله جل جلاله تاسو له دې څخه منع کوي چې په خپلو پلرونو قسم وخورئ

عَنْ عُمَرَ بْنِ الْخَطَّابِ رضي الله عنه قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«إِنَّ اللهَ عَزَّ وَجَلَّ يَنْهَاكُمْ أَنْ تَحْلِفُوا بِآبَائِكُمْ»، قَالَ عُمَرُ: فَوَاللهِ مَا حَلَفْتُ بِهَا مُنْذُ سَمِعْتُ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ نَهَى عَنْهَا ذَاكِرًا وَلَا آثِرًا.

له عمر بن الخطاب رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«یقینا چې الله جل جلاله تاسو له دې څخه منع کوي چې په خپلو پلرونو قسم وخورئ» عمر رضي الله عنه وویل: په الله جل جلاله مې دې قسم وي چې ما (دا ډول)قسم ندی خوړلی کله مې چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي دي، نه په قصدي توګه او نه دا چې د بل چا څخه حکایت وکړم.

صحيح دی متفق علیه دی صحيح مسلم - 1646

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې الله تعالی په پلرونو له قسم خوړلو څخه منع فرمایلي ده، نو څوک چې قسم کول غواړي یوازې په الله جل جلاله دې قسم وکړي، او په بل چا دې قسم نه کوي. بیا عمر بن خطاب رضي الله عنه یادونه وکړه چې هغه په (غیر الله) قسم ندی کړی، له کومې ورځې نه یې چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلي دي چې منع یې ترې کړې ده، نه یې په قصدي توګه دا کار کړی او نه یې د بل چا په اړه حکایت کړی دی چې له الله پرته یې په بل څه قسم کړی وي.

د حديث له ګټو څخه

  1. له الله پرته پر بل چا له قسم خوړلو څخه ممانعت، او په ځانګړي توګه یې په پلرونو له قسم خوړلو څخه ځکه یادونه وکړه چې دا له اسلام څخه مخکې دود و.
  2. قسم: د الله تعالی په نومونو او یا د الله تعالی په صفاتو په یو کار د ټینګار او تاکید له امله قسم خوړلو ته وایي.
  3. د عمر رضی الله عنه فضیلت چې چټک اطاعت به یې کاوه، د ښې پوهې او هوښیارۍ خاوند و.

د ژباړو راړول

58 ژبه
EN English الإنجليزية
UR اردو الأوردية
ES Español الإسبانية
ID Indonesia الإندونيسية
UG ئۇيغۇرچە الأيغورية
BN বাংলা البنغالية
FR Français الفرنسية
TR Türkçe التركية
RU Русский الروسية
BS Bosanski البوسنية
SI සිංහල السنهالية
HI हिन्दी الهندية
ZH 中文 الصينية
FA فارسی الفارسية
VI Tiếng Việt الفيتنامية
TL Tagalog تجالوج
KU Kurdî الكردية
HA Hausa الهوسا
PT Português البرتغالية
ML മലയാളം المليالم
TE తెలుగు التلغو
SW Kiswahili السواحيلية
TA தமிழ் التاميلية
MY မြန်မာ البورمية
TH ไทย التايلندية
DE Deutsch الألمانية
AS অসমীয়া الأسامية
SQ Shqip الألبانية
SV Svenska السويدية
AM አማርኛ الأمهرية
NL Nederlands الهولندية
GU ગુજરાતી الغوجاراتية
KY Кыргызча القيرقيزية
NE नेपाली النيبالية
YO Yorùbá اليوروبا
LT Lietuvių الليتوانية
PRS دری الدرية
SR Српски الصربية
SO Soomaali الصومالية
TG тоҷикӣ الطاجيكية
RW Kinyarwanda الكينياروندا
RO Română الرومانية
HU Magyar المجرية
CS Čeština التشيكية
MOS Moore الموري
MG Malagasy المالاجاشية
OM Oromoo الأورومو
KN ಕನ್ನಡ الكانادا
WO Wolof الولوف
AZ Azərbaycan الأذربيجانية
UZ O‘zbek الأوزبكية
UK Українська الأوكرانية
KA ქართული الجورجية
MK Македонски المقدونية
KM ភាសាខ្មែរ الخميرية
PA ਪੰਜਾਬੀ البنجابية
MR मराठी الماراثية
KMR Kurmancî الكرمنجية