عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ رضي الله عنه قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«سَوُّوا صُفُوفَكُمْ، فَإِنَّ تَسْوِيَةَ الصَّفِّ مِنْ تَمَامِ الصَّلَاةِ».

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح مسلم: 433]
المزيــد ...

له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
"خپل صفونه برابر کړئ، ځکه د صف برابرول د لمانځه له بشپړتیا څخه دي".

[صحيح دی] - [متفق علیه دی] - [صحيح مسلم - 433]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم لمونځ کوونکو ته امر کوي چې خپل صفونه سم کړي او تېر او بېر سره ونه دریږي او دا چې د صفونو سموالی د لمانځه له بشپړتیا او کمال څخه دي، او د صف په ګوږوالي کې ګډوډي او نېمګړتیا ده.

د حديث له ګټو څخه

  1. د هر هغه شي د خيال ساتلو مشروعيت چې لمونځ پوره کوي او له نيمګړتياو څخه يې ساتي.
  2. په ښوونه کې د رسول الله صلى الله عليه وسلم حکمت، چې حکم یې د علت سره تړلی یاد کړ؛ تر څو د شریعت حکمت څرګند شي او نفسونه پیروۍ کولو ته وهڅول شي.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (54)
نور