د احادیثو لړلیک

کله چې ستاسو څخه یو څوک لمانځه ته راغی او امام په هر حالت کې و، نو هغه څه دي وکړي چې امام یې کوي.
عربي الإنجليزية الأوردية
خپل صفونه برابر کړئ، ځکه د صف برابرول د لمانځه له بشپړتیا څخه دي
عربي الإنجليزية الأوردية
ايا له تاسو څخه يو څوک نه وېرېږي – يا ستاسو څخه څوک دا وېره نه لري چې: کله دی له امام څخه مخکې خپل سر راپورته کوي، چې الله جل جلاله به یې سر د خره وګرځوي، او یا به یې څېره د خره څېره وګرځوي
عربي الإنجليزية الأوردية
رسول الله صلى الله عليه وسلم يو سړى وليد چې د صف تر شا يې يوازي لمونځ كاوه، نو هغه ته يې د لمانځه د راګرځولو امر وكړ
عربي الإنجليزية الأوردية
کله چې تاسې لمونځ کوئ، نو خپل صفونه برابر کړئ، بیا دې ستاسو څخه یو ستاسو امامت وکړي، نو کله یې چې تکبیر ووایه، تاسو هم تکبیر ووایئ
عربي الإنجليزية الأوردية