+ -

عَنْ وَابِصَةَ رضي الله عنه:
أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ رَأَى رَجُلًا صَلَّى وَحْدَهُ خَلْفَ الصَّفِّ، فَأَمَرَهُ أَنْ يُعِيدَ صَلَاتَهُ.

[حسن] - [رواه أبو داود والترمذي وابن ماجه وأحمد] - [مسند أحمد: 18000]
المزيــد ...

له وابصة رضي الله عنه څخه روایت دی چې:
رسول الله صلى الله عليه وسلم يو سړى وليد چې د صف تر شا يې يوازي لمونځ كاوه، نو هغه ته يې د لمانځه د راګرځولو امر وكړ.

[حسن] - - [د امام احمد مسند - 18000]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم یو سړی ولید چې د صف تر شا یې یوازې لمونځ کاوه، نو هغه ته یې امر وکړ چې خپل لمونځ بېرته راوګرځوي، ځکه چې په دې صورت کې د هغه لمونځ صحيح نه و.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه پرتګالي ژبه سواحيلي ژبه آسامي امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د جماعت لمانځه ته پر وختي راتللو ټینګار او مخکې درېدل، او دا چې باید د صف تر شا ځانته لمونځ ونه کړي، تر څو یې لمونځ باطل نه شي.
  2. ابن حجر رحمه الله ویلي: څوک چي په صف کې يوازي لمونځ پيل کړي او بيا له رکوع نه د راپورته کېدلو نه مخکي صف ته ننوځي، پر هغه د لمانځه راګرځول واجب نه دي، لکه څنګه چې د ابوبکره په حديث کي راغلي دي، که نه نو د وابصه د حدیث د عموم له مخې پرې راګرځول واجب دي.