عَنْ ‌مَحْمُودِ بْنِ لَبِيدٍ رضي الله عنه:
أَنَّ ‌عُثْمَانَ بْنَ عَفَّانَ أَرَادَ بِنَاءَ الْمَسْجِدِ فَكَرِهَ النَّاسُ ذَلِكَ، وَأَحَبُّوا أَنْ يَدَعَهُ عَلَى هَيْئَتِهِ، فَقَالَ: سَمِعْتُ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ: «مَنْ بَنَى مَسْجِدًا لِلهِ بَنَى اللهُ لَهُ فِي الْجَنَّةِ مِثْلَهُ».

[صحيح] - [متفق عليه]
المزيــد ...

له محمود بن لبید رضی الله عنه څخه روایت دی چې:
عثمان بن عفان رضي الله عنه غوښتل چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم جومات جوړ کړي، نو خلکو بده وګڼله، او دا یې خوښ وګڼل چې په خپل حال یې پریږدي، نو ویې ویل چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي دي چې فرمایل یې: «مَنْ بَنَى مَسْجِدًا لِلهِ بَنَى اللهُ لَهُ فِي الْجَنَّةِ مِثْلَهُ». « چا چې د الله جل جلاله لپاره جومات آباد کړ، نو الله تعالی به ورته د هغه په څېر کور په جنت کې آباد کړي».

صحيح - متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)

تشریح

عثمان بن عفان رضي الله عنه غوښتل چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم مسجد د لومړۍ ودانۍ په پرتله په ښه بڼه جوړ کړي، خو خلکو دا کار بد وګاڼه، ځکه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې د مسجد له ودانۍ څخه یې بڼې بدلون مونده، نو مسجد له ښختو څخه جوړ و او چت یې د خرما له پاڼو څخه، خو عثمان رضي الله عنه غوښتل چې په ډبرو او ګچ سره یې جوړ کړي، نو عثمان رضي الله عنه هغو ته وويل چې ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه اورېدلي چې وییل یې: څوک چې د الله تعالی د رضا لپاره جومات جوړ کړي، پرته لدې چې ځان ښودنه او شهرت یې موخه وي، نو الله تعالی به هغه ته د هغه د کار له جنس څخه غوره بدله ورکړي، چې هغه بدله هغه ته د الله تعالی لخوا په جنت کې د کور جوړول دي.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي بنګالي چینایي فارسي هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه ملیالمي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي آسامي ألباني السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د جومات په جوړولو ټینګار او فضیلت یې.
  2. د جومات پراخه کول او نوی کول د ودانولو په فضیلت کې داخل دي.
  3. په ټولو عملونو کې الله ته د اخلاص اهمیت.
نور