عَنْ أَبِي سَعِيدٍ الخُدْرِيَّ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ -وَكَانَ غَزَا مَعَ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ثِنْتَيْ عَشْرَةَ غَزْوَةً- قَالَ: سَمِعْتُ أَرْبَعًا مِنَ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَأَعْجَبْنَنِي، قَالَ:
«لاَ تُسَافِرِ المَرْأَةُ مَسِيرَةَ يَوْمَيْنِ إِلَّا وَمَعَهَا زَوْجُهَا أَوْ ذُو مَحْرَمٍ، وَلاَ صَوْمَ فِي يَوْمَيْنِ: الفِطْرِ وَالأَضْحَى، وَلاَ صَلاَةَ بَعْدَ الصُّبْحِ حَتَّى تَطْلُعَ الشَّمْسُ، وَلاَ بَعْدَ العَصْرِ حَتَّى تَغْرُبَ، وَلاَ تُشَدُّ الرِّحَالُ إِلَّا إِلَى ثَلاَثَةِ مَسَاجِدَ: مَسْجِدِ الحَرَامِ، وَمَسْجِدِ الأَقْصَى، وَمَسْجِدِي هَذَا».

[صحيح] - [متفق عليه]
المزيــد ...

له ابو سعید الخدري رضي الله عنه څخه روایت دی چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یې په دولس غزاګانو کې ګډون کړی دی، فرمایي چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه څلور (خبرې)اورېدلي دي چې زما خوښې شوي دي هغه فرمایلي دي:
"ښځه دې د دوو ورځو په اندازه سفر نه کوي، پرته له دې چې خاوند يا محرم ورسره وي، بل یې دوه روژې منع کړي دي چې یوه یې د کوچني او بله د لوی اختر په ورځو کې روژه نیول دي او دا چې د سهار د لمانځه څخه وروسته لمونځ نشته تر دې چې لمر راوخیژي او د مازدیګر له لمانځه څخه وروسته تر دې چې لمر ولویږي، او دا چې له درېیو جوماتونو پرته په سفر مه ځئ چې هغه: مسجد الحرام، بیت المقدس او زما دغه جومات دی».

صحيح - بخاري روايت کړی دی

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم له څلورو کارونو منعه کړې ده:
لومړی: د ښځې له خاوند او محرم پرته د دوو ورځو له سفر څخه ممانعت. او محرم یې هغه خپلوان دی چې دا پرې د تل لپاره حرامه شوې ده، لکه زوی، پلار، وراره، د خور یی، تره، ماما او داسې نور.
دويم: د کوچني او لوی اختر په ورځ د روژې نیولو ممانعت ، برابره ده كه مسلمان یې د نذر، نفل او يا كفارې له مخې روژه ونیسي.
دریم: د مازدیګر له لمانځه وروسته تر لمر پرېوتو پورې د نفلي لمانځه څخه ممانعت، همدا رنګه د سهار له راختلو (له لمانځه) وروسته تر دې چې لمر راوخیژي.
څلورم: کوم ځای ته سفر کول او د هغه ځای د حرمت عقیده ساتل، یا دا چې نیکۍ پکې څو برابره کیږي حرام دي پرته لدې دریو جوماتو نو څخه، نو لدې پرته نورو ځایونو ته د لمانځه لپاره د سفر په موخه کډې نه تړل کیږي، ځکه لدې دریو جوماتونو پرته په نورو ځایونو کې ثواب نه څو چنده کیږي؛ هغه درې جوماتونه مسجد الحرام، نبوي مسجد او د الأقصی جومات دی.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي روسي بنګالي چینایي فارسي تګالوګ هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه سواحيلي ژبه آسامي السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د ښځې لپاره له محرم پرته سفر کول روا نه دي.
  2. ښځه په سفر کي دښځي لپاره محرم نه ده؛ ځکه هغه فرمایلي: "میړه یا محرم یې".
  3. هر هغه څه ته چې سفر ویل کیږي د ښځې لپاره له خاوند او محرم پرته حرام دی. او دا حدیث د پوښتونکي حالت ته او ځای ته په لیدو بیان شوی و.
  4. د ښځې محرم د هغې میړه یا هغه څوک دی چې له هغه سره د دایمي اړیکې له امله واده کول حرام وي، لکه: پلار، زوی، تره، ماما، یا د رضاعت له امله لکه: رضاعي پلار، رضاعي تره، یا د خسر کېدو له امله لکه: د خاوند پلار. او بايد چې (محرم) مسلمان، بالغ، عاقل د باور وړ او امانتدار وي، ځکه له محرم څخه مقصد د ښځې ملاتړ، ساتنه او د چارو سمبالول دي.
  5. د ښځې ملاتړ او ساتنې ته د اسلامي شریعت پاملرنه.
  6. د سهار او مازدیګر له لمونځونو وروسته مطلق نفلي لمونځ صحيح نه دی، لدې د فرضي لمونځونو راګرځول او سببي لمونځونه مستثنا دي لکه: تحیة المسجد او داسې نور.
  7. د لمر له راختلو سمدستي وروسته لمونځ کول حرام دي، بلکې بايد د نېزې په اندازه لمر راپورته شي چې نږدې له لسو دقيقو څخه تر یو پاو پورې کیږي.
  8. د مازدیګر وخت تر لمر پرېوتو پورې غځیږي.
  9. (د دې حدیث له مخې) درېو جوماتونو ته تګ روا دی.
  10. د دریو جوماتونو فضیلت او په نورو یې غوره والی.
  11. د قبرونو د زيارت په موخه سفر کول روا نه دي که څه هم د رسول الله صلی الله عليه وسلم قبر وي، البته د هغه چا لپاره یې زيارت کول روا دي چې په مدينه کې وي او يا دا چې د کوم شرعي او یا روا غرض لپاره ورغلی وي.
نور