عن أبي هريرة رضي الله عنه : أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: «ينزلُ ربُّنا تبارك وتعالى كلَّ ليلةٍ إلى السماء الدنيا، حين يبقى ثُلُثُ الليل الآخرُ يقول: «مَن يَدْعُوني، فأستجيبَ له؟ مَن يسألني فأعطيَه؟ مَن يستغفرني فأغفرَ له؟».
[صحيح] - [متفق عليه]
المزيــد ...

له ابو هریرة - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «زموږ پروردګار د هرې شپې په وروستۍ درېیمه پاتې برخه کې تر ټولو لاندې اسمان ته راکوزیږي او فرمايي: څوک شته چې ما راوبلي، او زه یې بلنه ومنم؟ څوک شته چې زما څخه وغواړي او زه یې ورکړم؟ څوک شته چې زما څخه بخښنه وغواړي او زه ورته بخښنه وکړم؟».
صحيح - متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)

تشریح

الله - تبارک و تعالی - د هرې شپې په وروستۍ دریمه پاتې برخه کې د تر ټولو لاندې اسمان ته راکوزیږي، بیا وایې: څوک شته چې ما راوبلي او زه یې بلنه ومنم؟ څوک شته چې - یو څه - راڅخه وغواړي او زه یې ورکړم؟ څوک شته چې راڅخه بخښنه وغواړي او زه ورته بخښنه وکړم؟ یعنې هغه پاک ذات د شپې پدې وخت کې له خپلو بنده ګانو غواړي چې هغه راوبلي، او دې ته یې هڅوي، نو هغه بلنه مني څوک یې چې راوبلي. او له دوی مطالبه کوي چې زما څخه یې وغواړئ هغه څه چې تاسو یې اراده لرئ، ځکه له هغه نه چې څوک څه وغواړي هغه یې ورکوي، او ورڅخه غواړي چې د ګناهونو بخښنه ورڅخه وغواړي - ځکه - هغه خپلو مؤمنو بندګانو ته بخښنه کوي، او دلته له - بنده ګانو - څخه د غوښتنې موخه دې کار ته د دوی هڅول او لیواله کول دي. او دا راښکته کېدل حقیقي راښکته کېدل دي، څرنګه چې د هغه - ذات د جلال او کمال - سره ښایي، او د بنده ګانو د راښکته کېدلو سره ورته والی نه لري، او د نزول (راښکته کېدو) تاویل په رحمت یا پرېښتو او یا د بل څه په نزول سره صحیح ندی، بلکه پدې ایمان واجب دی چې الله -تعالی- د دنیا آسمان ته په حقیقي توګه راکوزیږي لکه څرنګه چې د هغه د شان سره ښایې، پرته له تحریف ( په معنا کې له بدلون راوستلو)، تعطلیل ( د نزول له حقیقې معنا څخه انکار) او پرته له تکییف ( د څرنګوالي په اړه پوښتنه کول ) او تمثیل ( د بیلګي ښودلو ) څخه، لکه څنګه چې د اهل سنت والجماعت مذهب دی.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي روسي بنګالي چینایي فارسي تګالوګ هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي ياباني آسامي ألباني السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. پدې ایمان چې الله د شپې په وروستۍ برخه کې تر ټولو لاندې اسمان ته راکوزیږي، پداسې توګه چې د هغه د شان سره ښایي، پرته له تحریف ( په معنا کې له بدلون راوستلو)، تعطلیل ( د نزول له حقیقې معنا څخه انکار) او پرته له تکییف ( د څرنګوالي په اړه پوښتنه کول ) او تمثیل ( د بیلګي ښودلو ) څخه.
  2. د شپې وروستۍ برخه د دعا د قبلیدو له وختونو څخه دی.
  3. د دې حدیث په اوریدلو سره انسان ته په کار دی چې د دعا د قبلیدو وختونو ته سخته پاملرنه وکړي او غنیمت یې وګڼي.
نور