+ -

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ عَنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«قَالَ اللَّهُ تَبَارَكَ وَتَعَالَى: أَعْدَدْتُ لِعِبَادِي الصَّالِحِينَ، مَا لاَ عَيْنٌ رَأَتْ، وَلاَ أُذُنٌ سَمِعَتْ، وَلاَ خَطَرَ عَلَى قَلْبِ بَشَرٍ» قَالَ أَبُو هُرَيْرَةَ: اقْرَؤُوا إِنْ شِئْتُمْ: {فَلاَ تَعْلَمُ نَفْسٌ مَا أُخْفِيَ لَهُمْ مِنْ قُرَّةِ أَعْيُنٍ} [السجدة: 17].

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 4779]
المزيــد ...

دا ژباړه بیا لیدنې او کره کتنې ته اړتیا لري.

ابو هریرة - رضي الله عنه - له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې فرمایلي یې دي:
«الله تبارک وتعالى فرمایي: ما خپلو نېکو بندګانو ته داسې نعمتونه تیار کړي دي چې نه سترګو لیدلي، نه غوږونو اورېدلي او نه د کوم انسان په زړه کې تېر شوي دی» ابو هریره وايي: که وغواړئ دا آیت ولولئ: {فَلاَ تَعْلَمُ نَفْسٌ مَا أُخْفِيَ لَهُمْ مِنْ قُرَّةِ أَعْيُنٍ} یعنې: "نو چا ته نه ده معلومه چې هغوى ته د سترګو يخېدو كوم شيان پټ ساتل شوي،." [السجدة سورت: ۱۷ آیت].

[صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح بخاري - 4779]

تشریح

"رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې الله تبارک وتعالى فرمايلي: ما خپلو نېکو بندګانو ته په جنت کې داسې عزت او نعمتونه تیار کړي چې نه کومو سترګو په لیدلي، نه یې غوږونو وصف اورېدلی او نه یې د کوم انسان په زړه کې ماهیت تېر شوی". ابو هریره رضي الله عنه وویل: که وغواړئ، نو دا آیت ولولئ:
نو چا ته نه ده معلومه چې هغوى ته د سترګو يخېدو كوم شيان پټ ساتل شوي دي. [السجدة سورت: 17 آیت].

د حديث له ګټو څخه

  1. دا حدیث د هغو احادیثو له جملې څخه دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې له خپل رب څخه روایتوي او دې ته قدسي یا الهي حدیث ویل کیږي، دا هغه ډول حدیث دی چې الفاظ او معنا دواړه یې د الله جل جلاله له لورې دي، خو توپیر یې دا دی چې قدسي حدیث د قرآن کریم ځانګړتیاوې نه لري، ځکه د قرآن په لوستلو سره عبادت کیږي، او طهارت ورته کیږي، په هغه سره ننګول شوي دي او دا چې هغه یو اعجازي کلام دی او داسې نور.
  2. د نېکو اعمالو ترسره کولو او د بدو کارونو پرېښودو ته هڅونه؛ تر څو د هغه څه بریا ترلاسه شي چې الله تعالی خپلو صالحو بندګانو ته تیار کړي دي.
  3. الله تعالی موږ ته په خپل کتاب او د خپل رسول ﷺ په سنت کې د جنت ټول نعمتونه نه دي څرګند کړي، او هغه څه چې موږ نه دي پېژندلي، له هغو څخه ډېر ستر دي چې موږ پرې پوه شوي یو.
  4. جنت د الله تعالی لخوا خپلو نېکو بندګانو ته تیار شوی داسې ځای دی چې پکې نعمتونه، راحتونه، او خوشحالۍ بې مثاله دي. دا نعمتونه له هر ډول غم، اندېښنې، یا تکلیف څخه خالي دي.
  5. د دنیا متاع (ګټې او خوندونه) فاني دي، او آخرت غوره او تلپاتې دی.
ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي اویغوري ژبه بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تايلندي آسامي امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي دري رومانیایي ژباړه هنګري ملاګاسي الولوف اوکراني الجورجية المقدونية الخميرية الماراثية
د ژباړو کتنه
نور