عن عبد الله بن عمرو بن العاص رضي الله عنهما مرفوعاً: «الدنيا متاع، وخير متاعها المرأة الصالحة».
[صحيح] - [رواه مسلم]
المزيــد ...
د عبد الله بن عمرو بن العاص - رضي الله عنه - څخه مرفوع روایت دی: « دنیا د خوند اخیستلو شی دی، او د دنیا تر ټول غوره شی چې خوند ورڅخه اخیستل کیږي؛ نېک صالحه مېرمن ده».
صحيح - مسلم روايت کړی دی
دنیا او څه چې پکې دي د یو وخت لپاره ترې خوند اخیستل کیږی بیا له منځه ځي، مګر د دې له منځه تلونکې دنیا تر ټولو غوره متاع نېکه مېرمن ده، چې د آخرت ملاتړې ده، او پیغمبر صلی الله علیه وسلم پدې وینا سره تفسیر کړې ده چې ((إذا نظر إليها سرته وإذا أمرها أطاعته وإذا غاب عنها حفظته في نفسها وماله)). کله چې ورته وګوري خوشحاله شي، او کله چې ورته امر وکړي پیروي یې کوي، او کله چې ورڅخه غایب شي په خپل ځان او د هغه په مال کې یې ساتنه کوي.