عن أبي هريرة رضي الله عنه مرفوعاً: «أكمل المؤمنين إيمانا أحسنهم خلقا، وخياركم خياركم لنسائهم».
[حسن] - [رواه أبو داود والترمذي والدارمي وأحمد]
المزيــد ...
له أبو هریرة - رضي الله عنه - څخه مرفوع روایت دی: « تر ټولو د بشپړ ایمان لرونکي مؤمنان هغه دي چې تر ټولو غوره اخلاق ولري، او غوره ستاسو هغه څوک دي چې خپلو مېرمنو ته یې غوره وي».
حسن - ترمذی روایت کړی دی
تر ټولو د لوړې درجې مؤمن هغه دی چې اخلاق یې ښه وي، او تر ټول زیات حق لرونکی انسان چې ښه اخلاق ورسره وشي هغه خپله ښځه ده، بلکه تر ټولو غوره اخلاق لرونکی انسان هغه دی چې د خپلې مېرمنې سره یې اخلاق ښه وي.