ډلبندي: فضایل او آداب .

عَنْ جَابِرِ بْنِ عَبْدِ اللهِ رضي الله عنهما أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«اتَّقُوا الظُّلْمَ، فَإِنَّ الظُّلْمَ ظُلُمَاتٌ يَوْمَ الْقِيَامَةِ، وَاتَّقُوا الشُّحَّ، فَإِنَّ الشُّحَّ أَهْلَكَ مَنْ كَانَ قَبْلَكُمْ، حَمَلَهُمْ عَلَى أَنْ سَفَكُوا دِمَاءَهُمْ وَاسْتَحَلُّوا مَحَارِمَهُمْ».

[صحيح] - [رواه مسلم]
المزيــد ...

له جابر رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی علیه وسلم فرمایلي دي:
"له ظلم څخه ځان وساتئ، ځکه چې ظلم د قيامت په ورځ تيارې دي او له بخل څخه ځان وساتئ، ځکه چې بخل له تاسو څخه مخکې خلک هلاک کړي دي، دېته یې اړ ویستلي چې خپلو کې وینې توی کړي او د الله جل جلاله محرمات ځانته حلال وګرځوي.

صحيح - مسلم روايت کړی دی

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د ظلم په اړه خبرداری ورکړ، چې له جملې څخه یې: د خلکو سره ظلم کول، په خپل ځان ظلم کول او د الله تعالی په حق کې ظلم کول دي. او ظلم؛ حقدار ته د حق نه ورکول دي او دا چې ظلم د قیامت په ورځ د ظالمانو لپاره تیارې دي چې له امله به یې له سختیو او وحشتونو سره مخ شي. او له هغه بخل څخه یې منعه وفرمایله چې حرص ورسره مل وي، چې یو ډول یې د مالي حقونو په ادا کولو کې غفلت او په دنیا سخت حرص کول دي. دا ډول ظلم هغه ظلم دی چې زموږ څخه مخکني ملتونه یې تباه کړي دي، اړ یې ویستل چي يو بل ووژني او د الله جل جلاله محرمات ځانته حلال کړي.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي روسي بنګالي چینایي فارسي تګالوګ هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه سواحيلي ژبه آسامي السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د مال لګښت او له وروڼو سره خواخوږي د خپلمنځۍ مینې او ارتباط ټېنګېدلو یو لامل دی.
  2. بخل د ګناهونو، بد اخلاقۍ او بدکاریو لامل ګرځي.
  3. له مخکنیو امتونو څخه پند اخېستل.