عن أنس بن مالك رضي الله عنه:
أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كَانَ لَا يَرُدُّ الطِّيبَ.

[صحيح] - [رواه البخاري] - [صحيح البخاري: 2582]
المزيــد ...

له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی چې:
رسول الله صلی الله علیه وسلم به عطر (خوشبو) نه ردول.

[صحيح دی] - [بخاري روايت کړی دی] - [صحيح البخاري - 2582]

تشریح

دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم عادت و چې عطر به یې نه ردول، بلکې قبلول به یې، ځکه چې ګرځول یې آسان او بوی یې ښایسته وي.

د حديث له ګټو څخه

  1. د عطرو د ډالۍ منلو جواز؛ ځکه چې ګرځول یې سختي نه لري او منل یې منت نه لري.
  2. د عطرو په نه ردولو کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم بشپړ غوره اخلاق او د هغه چا ډالۍ منل چې ډالۍ یې ورکوله.
  3. د عطرو استعمال ته هڅول.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (63)