عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رضيَ اللهُ عنهما:
أنَّهُ قَالَ لعَطَاءِ بْنِ أَبِي رَبَاحٍ: أَلَا أُرِيكَ امْرَأَةً مِنْ أَهْلِ الْجَنَّةِ؟ قُلْتُ: بَلَى، قَالَ: هَذِهِ الْمَرْأَةُ السَّوْدَاءُ، أَتَتِ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، قَالَتْ: إِنِّي أُصْرَعُ وَإِنِّي أَتَكَشَّفُ، فَادْعُ اللهَ لِي، قَالَ: «إِنْ شِئْتِ صَبَرْتِ وَلَكِ الْجَنَّةُ، وَإِنْ شِئْتِ دَعَوْتُ اللهَ أَنْ يُعَافِيَكِ» قَالَتْ: أَصْبِرُ، قَالَتْ: فَإِنِّي أَتَكَشَّفُ فَادْعُ اللهَ أَنْ لَا أَتَكَشَّفَ، فَدَعَا لَهَا.
[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح مسلم: 2576]
المزيــد ...
له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی:
هغه عطاء بن ابي رباح ته وويل: آیا زه تاته د جنتيانو څخه یوه ښځه ونه ښیم؟ ما وویل: هو، هغه وویل: دا توره ښځه ده؛ پېغمبر صلی الله علیه وسلم ته راغله او ویې ویل: پر ما مېرګي راځي او زه بربنډېږم، نو له الله تعالی څخه زما لپاره دعا وغواړه، هغه وویل: «که ته وغواړې، صبر وکړې او ستا لپاره به جنت وي، او که وغواړې، زه به له الله تعالی څخه سوال وکړم نو روغه به دې کړي» هغې وویل: زه صبر کوم، او ویې ویل: خو دا چې زه بربنډېږم، نو له الله تعالی څخه وغواړه چې بربنډه نه شم، نو دعا یې ورته وکړه.
[صحيح دی] - [متفق علیه دی] - [صحيح مسلم - 2576]
عبد الله بن عباس رضي الله عنهما عطاء بن ابی رباح ته وویل: آیا یوه جنتۍ ښځه در ونه ښیم؟ عطا وویل: ولې نه، ویې ویل: دا توره حبشۍ ښځه ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغله، ویې ویل: زه ناروغي لرم او بې هوښه کېږم، او زما د بدن څخه یوه برخه لوڅېږي حال دا چې زه نه پوهېږم، نو له الله تعالی څخه وغواړه چې ما روغه کړي، هغه وفرمایل: که وغواړې صبر وکړه او ستا لپاره به جنت وي، او که غواړې له الله تعالی څخه به سوال وکړم چې روغه دې کړي، هغې وویل: صبر به وکړم، بیا یې وویل: نو له الله تعالی څخه وغواړه چې د بې هوښۍ پر مهال بربنډه نه شم، نو له الله تعالی څخه یې ورته وغوښته.