ډلبندي:
+ -

عَنْ أَبِي عَبْدِ الرَّحْمَنِ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ مَسْعُودٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ:
حَدَّثَنَا رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَهُوَ الصَّادِقُ المَصْدُوقُ: «إِنَّ أَحَدَكُمْ يُجْمَعُ خَلْقُهُ فِي بَطْنِ أُمِّهِ أَرْبَعِينَ يَوْمًا، ثُمَّ يَكُونُ عَلَقَةً مِثْلَ ذَلِكَ، ثُمَّ يَكُونُ مُضْغَةً مِثْلَ ذَلِكَ، ثُمَّ يُرْسَلُ إلَيْهِ المَلَكُ فَيَنْفُخُ فِيهِ الرُّوحَ، وَيُؤْمَرُ بِأَرْبَعِ كَلِمَاتٍ: بِكَتْبِ رِزْقِهِ، وَأَجَلِهِ، وَعَمَلِهِ، وَشَقِيٍّ أَوْ سَعِيدٍ؛ فَوَالَّذِي لَا إلَهَ غَيْرُهُ إنَّ أَحَدَكُمْ لَيَعْمَلُ بِعَمَلِ أَهْلِ الجَنَّةِ حَتَّى مَا يَكُونُ بَيْنَهُ وَبَيْنَهَا إلَّا ذِرَاعٌ فَيَسْبِقُ عَلَيْهِ الكِتَابُ فَيَعْمَلُ بِعَمَلِ أَهْلِ النَّارِ فَيَدْخُلُهَا، وَإِنَّ أَحَدَكُمْ لَيَعْمَلُ بِعَمَلِ أَهْلِ النَّارِ حَتَّى مَا يَكُونُ بَيْنَهُ وَبَيْنَهَا إلَّا ذِرَاعٌ، فَيَسْبِقُ عَلَيْهِ الكِتَابُ فَيَعْمَلُ بِعَمَلِ أَهْلِ الجَنَّةِ فَيَدْخُلُهَا».

[صحيح] - [رواه البخاري ومسلم] - [الأربعون النووية: 4]
المزيــد ...

له ابي عبدالرحمن، عبدالله بن مسعود رضي الله عنه نه روايت دی، وايي:
موږ ته رسول الله صلی الله علیه وسلم بیان وکړ، حال دا چې هغه خپله ریښتینی او د ریښتیني په توګه منل شوی دی چې: « بېشکه ستاسو د هر یوه پیدایښت د خپلې مور په رحم کې په څلوېښتو ورځو کې داسې راغونډیږي چې بیا د دې په شان د غوښې تکړه شي، بیا د دې په شان کرپندوکی شي، بیا الله تعالی یوه پرښتنه ورولېږي، نو هغه پکې روح پوک کړي، او ورته امر کېږي چې (په اړه یې) څلور شیان ولیکي: د هغه رزق، د هغه اجل، د هغه عمل او دا چې هغه به بدمرغه (شقي) وي او که نېکمرغه، نو قسم دې زما په هغه ذات وي چې له هغه پرته بل حق معبود نشته چې ستاسو څخه به یو څوک د جنتیانو عمل کوي تر دې چې د هغه او د جنت تر منځه به یوازې د یوه ذراع (نیم ګز) په اندازه وانټن پاتې شي، نو تقدیر به پرې رامخکې شي او د دوزخیانو عمل به وکړي، چې له امله به یې دوزخ ته لاړ شي، او همداراز ستاسې څخه به یو څوک د دوزخیانو عمل کوي تر دې چې د دوزخ سره به یې یوازې یو ذراع (نیم ګز) واټن پاتې شي، نو تقدیر به پرې رامخکې شي او د جنتیانو عمل به وکړي چې له امله به یې جنت ته داخل شي».

[صحيح] - [رواه البخاري ومسلم] - [الأربعون النووية - 4]

تشریح

ابن مسعود رضي الله عنه فرمايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم مونږ ته دا خبره کړې ده او هغه په ​​خپلو خبرو کې رښتینی دی؛ ځکه چې الله تعالی ریښتونی ګڼلی دی. هغه وفرمایل: ستاسو څخه د یو تن جوړښت راټولیږي، داسې چې کله یو سړی د خپلې مېرمنې سره یو ځای کیږي، نو د هغه شېندل شوي مني د ښځې په رحم کې د څلویښتو ورځو لپاره د نطفې په شکل کې راټولیږي. بیا علقه وګرځي چې هغه ټینګه او وچه وینه ده، او دا - کار - په دویمه څلویښتۍ کې کیږي، بیا مضغه شي؛ چې هغه د غوښې دومره اندازه ټوټه ده چې ژولو ته برابره وي، او دا په درېمه څلوېښتۍ کې کیږي. بیا ورته الله تعالی ملاېکه راولیږي، نو د درېمې څلوېښتۍ په پای کې پکې روح پوکړي، ملاېکې ته امر وشي چې څلور خبرې ولیکي: د هغه رزق؛ چې له هغه اندازې نعمتونو څخه عبارت دی چې په خپل عمر کې به یې لاسته راوړي، د هغه اجل؛ او دا په دنیا کې د هغه د پاتې کېدا موده ده، د هغه عمل، چې څه دی؟ او دا چې آیا نیکمرغه دی که بد مرغه. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم قسم یاد کړ چې یو سړی به د جنتیانو عمل کوي او عملونه به یې نیک وي، یعنې هغه څه چې خلکو ته ښکاري؛ تر هغه وخته پورې به همداسې وي، تر دې چې د ده او جنت تر منځه یوازې د یو ګز په اندازه فاصله پاتې شي، یعنې د ده او جنت ته د رسېدو په منځ کې به دومره فاصله پاتې شي لکه د یو ګز په اندازه، نو تقدیر او هغه څه به پرې غالب شي چې ورته لیکل شوي دي نو د دوزخیانو عمل به وکړي، نو په همدې سره به یې خاتمه وشي او اور ته به داخل شي. ځکه چې د عمل د منلو شرط دا دی چې په هغه باندې ثابت قدمه پاتې شي او بدلون ورنکړي. او د خلکو څخه یو بل تن به د دوزخيانو عمل تر هغه وخته پورې کوي چې هغه دوزخ ته ننوتلو ته نږدې شي او داسې به وي لکه د ده او د اور تر منځ چې د ځمکې د یو ګز په اندازه واټن پاتې شي، نو تقدیر به پرې غالب شي او هغه څه چې ورته لیکل شوي دي نو د جنتیانو عمل به وکړي او جنت ته به داخل شي.

د حديث له ګټو څخه

  1. د انسان د پیدایښت د مرحلو بیان.
  2. د (الله جل جلاله) په پرېکړو او تقدیر ایمان لرل.
  3. په آخرت کې د چارو برخلیک د هغه څه پر بنا دی چې له وړاندې يې په اړه پرېکړه شوي وي او تقدیر پرې جاري شوی وي.
  4. په عملونو له دوکه کېدو څخه ویروونه؛ ځکه چې عملونو ته اعتبار په پای سره دی.
  5. ____
ژباړه: انګلیسي اردو اندونیسیایي بنګالي ترکي روسي بوسنیایي هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي تايلندي ألماني آسامي ألباني امهري ژباړه ګجراتي قرغیزي نیپالي دري صربي تاجیکي کینیارونډا ژباړه هنګري چیکي الموري Kannada کنادا الولوف آزري اوزبکي اوکراني الجورجية المقدونية الخميرية
د ژباړو کتنه
ډلبندیانې
نور