عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضيَ اللهُ عنهُ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«إِذَا انْتَهَى أَحَدُكُمْ إِلَى الْمَجْلِسِ فَلْيُسَلِّمْ، فَإِذَا أَرَادَ أَنْ يَقُومَ فَلْيُسَلِّمْ، فَلَيْسَتِ الْأُولَى بِأَحَقَّ مِنَ الْآخِرَةِ».

[حسن] - [رواه أبو داود والترمذي والنسائي في الكبرى وأحمد] - [سنن أبي داود: 5208]
المزيــد ...

له ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
"کله چې په تاسو کې یو څوک مجلس ته لاړ شي نو په خلکو دې سلام واچوي او کله چې غواړي ترې لاړ شي نو بیا دې هم پرې سلام واچوي، ځکه لومړی سلام د وروستي سلام په اړه کوم ځانګړی لومړیتوب نه لري".

[حسن] - [ابو داود، الترمذي او النسائي په الکبری کې او أحمد روایت کړی دی] - [سنن ابو داود - 5208]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم لارښوونه کړې چې څوک یو مجلس ته لاړ شي، نو پر هغوی دې سلام واچوي، او کله چې غواړي له هغه ځایه بېرته ولاړ شي، نو په سلام سره دې الله په اماني وکړي، ځکه د راتلو پر مهال لومړی سلام د الله په امانۍ پر مهال په دویم سلام کوم لومړیتوب نه لري.

د حديث له ګټو څخه

  1. د سلام پر دودولو ټېنګار.
  2. د مجلس پر خلکو د راتګ او تګ په حالتونو کې په سلام اچولو ټېنګار.
  3. سندي ویلي: د هغه دا وینا (وإذا أراد أن يقوم) یعنې کله چې غواړي له مجلس څخه پاڅېږي، (فليس الأول بأحق) یعنې دواړه سلامونه ریښتیني سنت دي چې باید عمل پرې وشي، نو کله چې لومړی ثابت شو د دویم د پرېښودلو لپاره کومه ځانګړې وجه نه تر سترګو کېږي.
ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي بنګالي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تايلندي آسامي امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي دري رومانیایي ژباړه هنګري الموري Kannada کنادا اوکراني الجورجية المقدونية الخميرية البنجابية الماراثية
د ژباړو کتنه