عَنِ الْبَرَاءِ رضي الله عنه:
عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنَّهُ قَالَ فِي الْأَنْصَارِ: «لَا يُحِبُّهُمْ إِلَّا مُؤْمِنٌ، وَلَا يُبْغِضُهُمْ إِلَّا مُنَافِقٌ، مَنْ أَحَبَّهُمْ أَحَبَّهُ اللهُ وَمَنْ أَبْغَضَهُمْ أَبْغَضَهُ اللهُ».

[صحيح] - [متفق عليه]
المزيــد ...

د البراء رضی الله عنه څخه روایت دی چې:
له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه روايت کوي چې هغه د انصارو په اړه فرمایلي: له دوى سره له مؤمن پرته بل څوک محبت نه کوي او له منافق پرته بل څوک له دوى سره دښمني نه كوي، څوک چې له دوى سره مينه وكړي، الله به ورسره مينه وكړي. او څوک چې " له دوی څخه نفرت وکړي، نو الله تعالی به پرې غضب نازل کړي.

صحيح - متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)

تشریح

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي چې د مدينې له انصارو سره مينه د کامل ايمان نښه ده. دا د اسلام او پیغمبر صلی الله علیه وسلم په ملاتړ او مسلمانانو ته په پناه ورکولو کې د دوی د مخکښۍ له امله، او د الله لپاره د دوی مال او ژوند قرباني کول او له دوی څخه کرکه کول د منافقت نښه ده. بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې: څوک چې له انصارو سره مينه کوي، الله جل جلاله به ورسره مينه وکړي او چا چې له دوى سره دښمني وکړه نو الله جل جلاله به ورسره دښمني وکړي.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي روسي بنګالي چینایي فارسي تګالوګ هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه سواحيلي ژبه آسامي السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. پدې کې د انصارو لویه مرتبه ده ، ځکه چې له دوی سره مینه د ایمان نښه او له منافقت څخه خلاصون دی.
  2. د الله جل جلاله د اولیاوو سره مینه د دې لامل ګرځي چې د بنده سره د الله جل جلاله مینه پيدا شي.
  3. په اسلام کې د لومړیو مخکښانو فضیلت.
نور