1. کور‌پاڼه
  2. ډلبندیانې
  3. فقه او اصول یې

حدیث مَنْ جَهَّزَ غَازِيًا فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَقَدْ غَزَا، وَمَنْ خَلَفَ غَازِيًا فِي سَبِيلِ اللَّهِ بِخَيْرٍ فَقَدْ غَزَا». "څوک چې د الله جل جلاله په لاره کې جنګیالی تیار کړي، نو داسې دی لکه خپله یې چې په جګړه کې ګډون کړی وي، او څوک چې د الله په لاره کې د جنګیالي د کور سرپرستي وکړي او سختۍ ته یې پرې نږدي نو لکه په خپله چې جنګ ته وتلی وي

عَن زَيْدِ بْنِ خَالِدٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«مَنْ جَهَّزَ غَازِيًا فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَقَدْ غَزَا، وَمَنْ خَلَفَ غَازِيًا فِي سَبِيلِ اللَّهِ بِخَيْرٍ فَقَدْ غَزَا».

له زید بن خالد رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«مَنْ جَهَّزَ غَازِيًا فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَقَدْ غَزَا، وَمَنْ خَلَفَ غَازِيًا فِي سَبِيلِ اللَّهِ بِخَيْرٍ فَقَدْ غَزَا». "څوک چې د الله جل جلاله په لاره کې جنګیالی تیار کړي، نو داسې دی لکه خپله یې چې په جګړه کې ګډون کړی وي، او څوک چې د الله په لاره کې د جنګیالي د کور سرپرستي وکړي او سختۍ ته یې پرې نږدي نو لکه په خپله چې جنګ ته وتلی وي".

صحيح دی متفق علیه دی صحيح البخاري - 2843

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي، څوک چې د الله تعالی په لاره کې جنګیالي ته د سفر اسباب او د اړتیا وړ توکي چمتو کړي لکه: سلاح، سپرلۍ، خوراک، نفقه او داسې نور؛ نو دا د غازي حکم لري، او د جنګیالیو ثواب ورکول کیږي.
او څوک چې د جنګیالي چارې په ښه توګه پر غاړه واخلي او د هغه د نه شتون په وخت کې د هغه د کورنۍ د پالنې دنده تر سره کړي، نو داسې ده لکه خپله یې چې په جګړه کې ګډون کړی وي.

د حديث له ګټو څخه

  1. د خېر په کارونو کې یو له بل سره همکارۍ ته د مسلمانانو هڅونه.
  2. ابن حجر رحمه الله فرمايي: په دې حدیث کې دې ته هڅوونه ده چې یو څوک د مسلمانانو سره د ښېګڼې په پار یو کار تر سره کړي، او یا دا چې د هغوی یوه چاره سر ته ورسوي.
  3. عمومي قاعده ده چې : یو څوک چې د الله تعالی په اطاعت کې د چا سره مرسته وکړي نو د هغه په څېر اجر ورکول کیږي، پرته لدې چې د هغه له اجر څخه کوم څه کم شي.

د ژباړو راړول

53 ژبه
EN English الإنجليزية
UR اردو الأوردية
ES Español الإسبانية
ID Indonesia الإندونيسية
UG ئۇيغۇرچە الأيغورية
BN বাংলা البنغالية
TR Türkçe التركية
RU Русский الروسية
BS Bosanski البوسنية
SI සිංහල السنهالية
HI हिन्दी الهندية
ZH 中文 الصينية
FA فارسی الفارسية
VI Tiếng Việt الفيتنامية
TL Tagalog تجالوج
KU Kurdî الكردية
HA Hausa الهوسا
PT Português البرتغالية
ML മലയാളം المليالم
TE తెలుగు التلغو
SW Kiswahili السواحيلية
TA தமிழ் التاميلية
MY မြန်မာ البورمية
TH ไทย التايلندية
DE Deutsch الألمانية
AS অসমীয়া الأسامية
SQ Shqip الألبانية
SV Svenska السويدية
AM አማርኛ الأمهرية
NL Nederlands الهولندية
GU ગુજરાતી الغوجاراتية
KY Кыргызча القيرقيزية
NE नेपाली النيبالية
LT Lietuvių الليتوانية
PRS دری الدرية
SR Српски الصربية
TG тоҷикӣ الطاجيكية
RW Kinyarwanda الكينياروندا
RO Română الرومانية
HU Magyar المجرية
CS Čeština التشيكية
MOS Moore الموري
MG Malagasy المالاجاشية
OM Oromoo الأورومو
KN ಕನ್ನಡ الكانادا
WO Wolof الولوف
AZ Azərbaycan الأذربيجانية
UK Українська الأوكرانية
KA ქართული الجورجية
MK Македонски المقدونية
KM ភាសាខ្មែរ الخميرية
PA ਪੰਜਾਬੀ البنجابية
MR मराठी الماراثية