عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ رضي الله عنه عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«لَا عَدْوَى، وَلَا طِيَرَةَ، وَيُعْجِبُنِي الْفَأْلُ» قَالَ قِيلَ: وَمَا الْفَأْلُ؟ قَالَ: «الْكَلِمَةُ الطَّيِّبَةُ».
[صحيح] - [متفق عليه]
المزيــد ...
له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
نه د ناروغۍ لېږد شته، نه بد فال نیونه او (نیک)فال نیول مې خوښيږي، هغوی وويل فال څه شی دی؟ ویې فرمایل: «نېکه وینا».
صحيح - متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)
رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې د جاهلیت د وخت د خلکو هغه باور باطل دی چې ګمان به یې کاوه ساري ناروغي په خپله بل چا ته د الله جل جلاله له ارادې پرته لېږدول کېږي. او دا چې بد فال نیونه باطل عمل دی چې هغه عبارت دی لدې څخه چې څوک یو څه واوري یا یې وګوري لکه کوم الوتونکی مرغه، یا ژوی او یا مصیبت ځپلي، یا شمیرې، یا ورځې او داسې نور، خو له الوتونکي مرغه یې ځکه یادونه وکړه چې د جاهلیت پر مهال مشهور و، په اصل کې به چې کله هغوی په کوم کار پیل کاوه لکه سفر، سوداګري او داسې نور، نو مرغه به یې خوشې کړ، که چېرته به ښي لور ته والوت نو نیک فال به یې ونیوه او خپل کار پسې به روان شو، او که چېرته به چپ لورې ته والوت نو بد فال به یې ونیوه او له خپل کار څخه به لاس په سر شو. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکړ چې نېک فال نیونه یې خوښیږي او نیک فال هغه خوښي او خوشحالي ده چې یو چاته ته له نېکې وینا اورېدلو وروسته پيدا کیږي او له امله یې په خپل رب ښه ګمان کوي.