عَنْ يحيى بنِ عُمَارةَ المَازِنِيِّ قَالَ:
شَهِدْتُ عَمْرَو بْنَ أَبِي حَسَنٍ سَأَلَ عَبْدَ اللَّهِ بْنَ زَيْدٍ، عَنْ وُضُوءِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَدَعَا بِتَوْرٍ مِنْ مَاءٍ، فَتَوَضَّأَ لَهُمْ وُضُوءَ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَأَكْفَأَ عَلَى يَدِهِ مِنَ التَّوْرِ، فَغَسَلَ يَدَيْهِ ثَلاَثًا، ثُمَّ أَدْخَلَ يَدَهُ فِي التَّوْرِ، فَمَضْمَضَ وَاسْتَنْشَقَ وَاسْتَنْثَرَ، ثَلاَثَ غَرَفَاتٍ، ثُمَّ أَدْخَلَ يَدَهُ فَغَسَلَ وَجْهَهُ ثَلاَثًا، ثُمَّ غَسَلَ يَدَيْهِ مَرَّتَيْنِ إِلَى المِرْفَقَيْنِ، ثُمَّ أَدْخَلَ يَدَهُ فَمَسَحَ رَأْسَهُ، فَأَقْبَلَ بِهِمَا وَأَدْبَرَ مَرَّةً وَاحِدَةً، ثُمَّ غَسَلَ رِجْلَيْهِ إِلَى الكَعْبَيْنِ.

[صحيح] - [متفق عليه]
المزيــد ...

د یحیی بن عماره المزني څخه روایت دی وایې چې:
عمرو بن أبی حسن مې ولیده چې له عبد الله بن زید څخه یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اودس په اړه پوښتنه وکړه، نو هغه د اوبو یو کنډول راوغوښت او هغوی ته یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اودس په څېر اودس وکړ، نو د لوښي څخه یې په لاسونو اوبو را واړولې، نو درې ځلې یې خپل لاسونه ووینځل، بیا یې لاس په کنډول کې ښکته کړ، نو درې ځلې یې خوله ووینځله، او درې ځلې یې پوزې ته اوبه واچولې او بیا یې سوڼ کړه، بیا یې پکې لاس ښکته کړ نو خپل مخ یې درې ځلې ووینځه، بیا یې دوه ځلې لاسونه تر څنګلو پورې ووینځل، بیا یې لاس ورکوز کړ او خپل سر یې مسح کړ، مخته یې داړه لاسونه راکش کړل او بیا یې شاته بوتلل، بیا یې دواړه پښې تر ښنګرو ووېنځلې.

صحيح - بخاري روايت کړی دی

تشریح

عبد الله بن زید رضي الله عنه په فزیکي ډول د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اودس طریقه بیان کړه. نو د اوبو یو وړوکی لوښی یې راوغوښت، د لاسو په وینځلو یې پیل وکړ، بیا یې لوښی راکوږ کړ او اوبه یې ترې راتوی کړې او لاسونه یې د لوښی نه د باندې درې ځلې ووینځل. بیا یې په لوښي کې لاس ښکته کړ، نو درې لپې یې ترې راډکې کړې او د هرې لپې سره به یې خوله او پوزه وینځله او بېرته به یې سوڼ کوله، بیا یې د لوښي څخه لپه راډکه کړه او خپل مخ یې پرې درې ځلې ووینځه. بیا یې ترې لپه راډکه کړه او دواړه لاسونه یې تر څنګلو پورې دوه دوه ځلې ووینځل. بیا یې لوښي ته لاس کوز کړ (لوند یې کړ) او په دواړو لاسونو سره یې سر مسح کړ، داسې چې د سر له پېل څخه یې مسح پيل کړه تر دې چې شاته ورسیده یعنې د ورمېږ تر پورته برخې پورې، بیا یې بېرته راواپس کړل تر دې چې هغه ځای ته راورسېده چې مسح یې ترې پېل کړې وه. بیا یې دواړه پښې له ښنګرو سره ووینځلې.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي روسي بنګالي چینایي فارسي تګالوګ هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه سواحيلي ژبه آسامي السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د ښوونکي چلند د پوهېدو او په ذهن کې د معلوماتو د پاتې کېدو لپاره تر ټولو نږدې وسیله ده، او پدې کې عملي ښوونه هم شامله ده.
  2. د اودس په ځينو برخو کې درې ځلې او په ځینو نورو کې دوه ځلې د غړو وینځل جایز دي، خو یو ځل وینځل یې واجب دي.
  3. د ادودس د غړو په وینځلو کې ترتیب واجب دی، لکه څرنګه چې په حدیث کې راغلي دي.
  4. د مخ حد: د عادي ویښتو له کرښې څخه د ږیرې او زنې تر اوږدوالي پورې او په عرض د یو غوږ څخه تر بل غوږ پورې.