عَنْ عَمَّارِ بنِ ياسِرٍ رضي الله عنه قال:
بَعَثَنِي رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي حَاجَةٍ، فَأَجْنَبْتُ فَلَمْ أَجِدِ الْمَاءَ، فَتَمَرَّغْتُ فِي الصَّعِيدِ كَمَا تَمَرَّغُ الدَّابَّةُ ثُمَّ أَتَيْتُ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَذَكَرْتُ ذَلِكَ لَهُ فَقَالَ: «إِنَّمَا كَانَ يَكْفِيكَ أَنْ تَقُولَ بِيَدَيْكَ هَكَذَا» ثُمَّ ضَرَبَ بِيَدَيْهِ الْأَرْضَ ضَرْبَةً وَاحِدَةً، ثُمَّ مَسَحَ الشِّمَالَ عَلَى الْيَمِينِ، وَظَاهِرَ كَفَّيْهِ وَوَجْهَهُ.

[صحيح] - [متفق عليه]
المزيــد ...

له عمار بن یاسر رضي الله عنه څخه روایت دی وایي:
رسول الله صلی الله علیه وسلم د یو کار پسې ولېږلم، هلته جنب شوم، اوبه مې ونه موندلې، نو په خاورو کې لکه د څاروي په څېر ورغړېدم، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغلم، او پدې اړه مې ورته یادونه وکړه، هغه راته وفرمایل: « بسنه کوي چې په لاسونو سره داسې ووایي» بیا یې په دواړو لاسونو یو ځل ځمکه ووهله، بیا يې ښی لاس په چپ لاس راکش کړ او د لاسونو مخ او څټونه یې مسح کړل.

صحيح - متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)

تشریح

رسول الله صلى الله عليه وسلم عمار بن ياسر رضي الله عنه د خپلو ځينو حاجاتو لپاره په سفر ولېږه، نو هلته په کوروالي کولو او یا په شهوت سره مني وتلو جنب شو، نو اوبه یې ونه موندلې چې غسل پرې وکړي، او له جنابت څخه د تیمم کولو په حکم نه پوهېده، بلکې یوازې له بې اودسۍ څخه یې په حکم پوهېده. نو اجتهاد یې وکړ او دا فکر یې وکړ چې لکه څرنګه د بدن ځينې برخې د اودس لپاره د ځمکې په خاورو سره مسح کيږي، نو له جنابت څخه په تیمم کې باید ټول بدن په خاورو ککړ شي؛ په اوبو یې قیاس وکړ، نو په خاورو کې ولوغړېده تر دې چې ټول ځان یې په خاورو کړ بیا یې لمونځ وکړ، نو کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی، پدې اړه یې ورته یادونه وکړه، تر څو پوه شي چې سم کار یې کړی که نه؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته له دواړو بې اودسیو؛ وړې او غټې لکه: تشې متیازې او یا جنابت څخه د پاکوالي طریقه وښوده: داسې چې په دواړو لاسونو سره به ځمکې ته یوه ضربه ورکړي، بیا به چپ لاس په ښي لاس راکش کړي او د دواړو لاسونو مخونه او څټونه به مسح کړي.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي روسي بنګالي چینایي فارسي تګالوګ هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه سواحيلي ژبه آسامي السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. له تیمم څخه وړاندې د اوبو پسې پلټنه واجب ده.
  2. د جنب انسان لپاره په هغه حالت کې تیمم روا دی چې اوبه ونه مومي.
  3. د لویۍ بې اودسۍ لپاره تیمم داسې دی لکه د وړې بې اودسۍ لپاره.
نور